Jump to content

موساد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

موساد څارګره استخباراتي اداره د نړیوالو څارګریزه ادارو ترمنځ یوه پېچلې اداره ده، چې په اسرائیل هېواد پورې اړه لری. ددې ادارې بشپړ نوم (The institute for intelligence and special services) چې مانا یې «د څارګریزو او ځانګړو خدمتونو انسټېټیوټ) دی. دا اداره د خپلې بڼې د اداﺭو یوه بې سارې ځواکمنه اداره ده، دا اداﺭه ځان د امریکا تر څارګرې ادارې (سي.آی.اې) هم ځانته ډېر اﺭﺯښت وﺭکوي.

د موساد څارگرې ادارې نښان- موساد

پېښلیک

د موساد څانګې

د موساد اداره ۸ څانگې لری. د کورنۍ سازمانونو څانګې، ددې ډلې مشران او د فعالیت مرکزونه چي په پټه توګه کار کوی.


  • د اطلاعاتو راټولوونکې څانګه: د موساد ستره څانګه ده، چې د څارګریزو عملیاتو دنده پﺭ غاړه لری.
  • د سیاسي او مرستندویه چارو څانګه (وادات): دا برخه سیاسي فعالیت او له دوست هېوادونو سره د څارګرېزو مرستو په څېر دندې ترسره کوي.
د واداد غړی په لاندې ډول دی:
  1. د نظامي اطلاعاتو مدیر چې په آمان یادېږي.
  2. د کورنیو چارو اطلاعاتي مدیر شین بت
  3. د عمومي امنیت سازمان مدیر شاباک
  4. د بهرنیو چارو وزارت د چارو لارښود او جوړوونکي (دا مرکز د سیاسي او ډېپلماټیک جاسوسۍ په توګه کاروي).

د موساد څانگې

د موساد اداره ۸ څانگې لری. کورني سازمانونو څانگې، ددې ډلې مشران او د فعالیت مرکزونه په پټه توگه کار کوی.

  • د اطلاعاتو راټولوونکې څانگه: د موساد ستره څانگه ده، چې د څارگریزو عملیاتو د مسؤلیت په غاړه لری.
  • د سیاسي او مرستندویه چارو څانگه (وادات): د سیاسي فعالیت او له دوستو هېوادونو سره د څارگرېزه مرستو ترسره کولو څانگده ده.
د واداد غړی په لاندې ډول دی:
  1. د نظامی اطلاعاتو مدیر چې په آمان یادېږي.
  2. د کورنیو چارو اطلاعاتي مدیر شین بت
  3. د عمومي امنیت سازمان مدیر شاباک
  4. د بهرنیو چارو وزارت د چارو لارښود او جوړوونکې (دا مرکز د سیاسي او ډېپلماټیک جاسوۍ په توگه کارول کېږي)

پټ عملیات

بریالي عملیات

  • د موساد د کومانډو لخوا په ۱۹۸۶ز کال د اېټاليا هېواد څخه د مردخای وانونو په نامه سړي تښتونه او په پټه توګه تر خپل هيواده د هغه لېږد. نوموړې سړې په دې تورن ؤ، چې د لومړي ځل لپاره یې د دیمونا اټومی بټې په نامه د اسراییلو د اټومي وسلې جوړونې راز ښکاره کړ. [۱]
  • د فلسطین د مقاومت اسلامي غورځنګ بنسټګر شيخ احمد ياسين شهادت چي د مارچ پر ۲۲ په کال ۲۰۰۴ کي ترسره سو. د هغه شهادت نړیوال غبرګونونه راوپارول. او په دې اړه یو پرېکړه یک هم د امنیت شوﺭا لخوا مخکې وړاندې سوه، حال دا چې د ۱۱ موافقو او ۳ مخالفو رایو په ورکولو سره ومنل شو، خو د تل په څېر د امریکا لخوا په وېټو کولو سره دا پرېکړه بې پايلې وبلل شوه.
  • دې اداﺭې په د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر ۲۷مه د ايران اټومي ساينسپوهمحسن فخري زاده د ايران په تهران ښار ترور کړ.
  • د ۱۱ اپریل ۲۰۲۱ د ایران پر نطنز بټۍ سایبري برید.[۲][۳]

ناکامه عملیات

د موساد مشران

دا هم وگورﺉ

سرچیې

  1. BBC فاړسي (۲۰۰۷/مې ۱۵). "وانونو و افشای اسرار اتمی اسرائیل". {{cite web}}: Check date values in: |date= (help); Unknown parameter |تاریخ= ignored (help)
  2. بي بي سي پښتو (۱۲ اپریل ۲۰۲۱). "پر نطنز بټۍ سایبري برید؛ "ایران تر میاشتو یورانیم بډایولی نه شي"". {{cite web}}: Check date values in: |date= (help)
  3. بي بي سي پښتو (۱۱ اپریل ۲۰۲۱). "د ایران په نطنز اټومي تاسیساتو کې بیا 'پېښه' شوې". {{cite web}}: Check date values in: |date= (help)