Jump to content

نیکوتین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نیکوتین
Nicotiana

نيکړتين ( Nikotin ) يو ډول زهرلرونکی د پيريډين د القلويد توکه ده چی هم د نړی تر ټولو زياته استعمال وړ نشه ئی توکه ده. نيکوتين يوه طبيعي توکه ده جی د تنباکو په نبات کی دی.

د تنباکو نبات

تنباکو (Nicotiana ) يو نبات دی چی په امريکا کی کرل کېږی. مگر دغه نبات په اوس وخت کی په ټول نړۍ کی کرل کېږی په اوس وخت کی په دنيا کی تقريبا يو سل د تنباکو ډولونه دی مگر د ويرجيني تنباکو تر ټولو زيات کرلونکی د نباتو ډول دی. لمړی د تنباکو نباتونو په اروپا کی په ١٥٦٠ کال کی کرل شول. د تنباکو نبات کولای سی له ۰،۱٪ تر ۱،۵٪ د نیکوتینو محتوی ولری.

نيکوتين

نيکوتين په ١٨٢٨ کال کی کشف شو. نيکوتين يو بي رنگ مایع دی چی خوند یی تریخ دی. دغه توکه په اوبو او کهول کی حلېږی. نیکوتین د سیگریتو د څکولو په مرسته بدن ته داخل کوی. نیکوتین پر عصبی مرکزی سیستم آغېزه لری. دغه توکه په بدن کی رنگونه تنگوی، د ادرېنالین ( Adrenalin ) او نورادرېنالین ( Noradrenalin ) جوړول زیاتوی، پر زره اثر پریږدی، د وینی فشار زیاتوی، د حامله گی ضد توکو د استعمال په وخت کی خطر زیاتوی او انسولين د اغېزی کولو تاثیر کموی.