Jump to content

جان مېلټن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان مېلټن
جان مېلټن

د شخص مالومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت انګلستان پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګرېزي ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
لاسليک
جان مېلټن

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

جان مېلټن (۱۶۰۸ ډسمبر ۹مه – ۱۶۷۴ نومبر ۸مه) یو انګرېز شاعر او روڼ‌اندی و، چې د انګلستان همګټو دولتونو جمهوریت کې یې د د دولت تر شورا لاندې او وروسته د اولیور کروموېل تر مشرۍ لاندې د ملکي مامور په توګه دنده ترسره کړې. نوموړي د مذهبي بې‌ثباتۍ او سیاسي اړدوړ پر مهال لیکل کړي، او د خپل حماسي شعر "ورک جنت" (۱۶۶۷) اثر له کبله خورا مشهور دی. د "ورک جنت" اثر شعرونه په بې قافیې بڼه لیکل شوي او یو له خورا سترو ادبي اثارو ګڼل کېږي.[۲]

په انګلیسي، لاتیني او ایټالوي ژبو له لیکلو سره یې د خپل ژوند په اوږدو کې نړیوال شهرت ترلاسه کړ. د هغه مشهور آریوپاجیټیکا (۱۶۴۴) اثر، چې تر خپرېدو وړاندې سانسور په غندنه کې لیکل شوی، د تاریخ په اوږدو کې د بیان آزادۍ او د مطبوعاتو د آزادۍ یوه ترټولو اغېزناکه او احساساتي دفاع ده. د آزادۍ لپاره د هغه هیله او تمایل د نوموړي په سبک کې هم ریښې غځولې وې: هغه انګلیسي ژبې ته نوي کلمات داخل کړل (چې له لاتیني او لرغوني یونان څخه اخیستل شوي)، او لومړنی عصري لیکوال و، چې له تیاتر یا ژباړو څخه بهر یې هم بې قافیې شعرونه وکارول.

د ویلیم هیلي د ۱۷۹۶ کال ژوندلیک نوموړی "ترټولو ستر انګرېز لیکوال" بللی، او په ​​​​ټولیز ډول "په انګلیسي ژبه کې یو له مخکښو لیکوالانو شمېرل کېږي"، که څه هم د هغه له مړینې راوروسته پېړیو کې یې په اړه انتقادي نظریات هم لیدل کېږي (چې تر ډېره د هغه د جمهوریت غوښتنې له کبله دي). سامویل جانسن د هغه ورک جنت اثر "د یوې داسې شعري ټولګې په توګه ستایلی چې ... د ډیزاین او طراحۍ له مخې ښایي لومړی مقام ولري، او د اداکارۍ له اړخه ښایي د انسان د ذهني تولیداتو ترمنځ دویم ځای ولري"، که څه هم نوموړي (چې یو محافظه کار دی) د مېلټن سیاست د یوه "توند او ترینګلي جمهوریت غوښتونکي" په څېر ګڼلی. د ویلیم بلیک، ویلیم ورډزورت او توماس هارډي په څېر شاعرانو د هغه زیات درناوی کړی دی.[۳][۴][۵]

ژوندلیک

[سمول]

د مېلټن د ژوند پړاوونه د سټوارټ تر واکمنۍ لاندې بریتانیا کې له لویو تاریخي او سیاسي وېشنو سره هم‌مهاله او موازي وو. مېلټن مطالعې او څېړنې وکړې، سفرونه یې وکړل، خصوصي انتشاراتو او خپرونو ته یې شعرونه ولیکل، او د لومړي چارلس د مخ پر زیاتېدونکې شخصي واکمنۍ او قانوني ګډوډۍ او جګړې ته د هغه د واکمنۍ د لوېدو په دوره کې یې د رساله لیکوال (pamphleteer) او سیاسي مفسر په توګه فعالیت وکړ. په حکومت کې د منل شوو چلندونو له بدلون سره نوموړی له افراطي او راډیکالو فکرونو څخه د انګلستان د هم‌ګټي دولت حکومتي څوکیو ته ورسېد، ان تر دې چې نوموړي په خپلو ​​ځینو خپرونو کې د یوه رسمي ویاند په څېر چلند کاوه. په ۱۶۶۰ کال کې د سټوارټ له بیا واکمنۍ سره مېلټن، چې هغه مهال په بشپړه توګه ړوند شوی و، له خپل حکومتي رول څخه بې برخې شو، مګر په دې دوره کې هغه خپل مهم شعري اثار بشپړ کړل.

د مېلټن نظریات په ۱۶۲۰ لسیزه کې د هغه د زده کړو له وخته د انګلستان د کورنۍ جګړې تر مهاله د هغه د پراخې مطالعې، سفرونو او تجربې په پایله کې راجوړ شول. په ۱۶۷۴ کال کې د هغه د مړینې پر وخت، مېلټن بې‌وزله او د انګلستان د فکري او روڼ‌اندې نړۍ په حاشیه کې و، مګر بیا هم په ټوله اروپا کې مشهور و او پر خپلو سیاسي انتخابونو یې پښېمانه نه و.[۶]

د ژوند لومړي پړاوونه

[سمول]

جان مېلټن د ۱۶۰۸ کال د ډسمبر په ۹مه د لندن په برېډ محله (Bread Street) کې زیږېدلی و. نوموړی د موسیقار یا کمپوزر جان مېلټن او مېرمن سارا جیفري زوی و. د هغه پلار جان مېلټن (۱۵۶۲-۱۶۴۷)، وروسته له هغه چې د خپل دیندار کاتولیک پلار ریچارډ "رینجر" مېلټن لخوا د پروتیستانتیزم د منلو له کبله عاق یا ورټل شو، په شاوخوا ۱۵۸۳ کال کې لندن ته ولاړ. په لندن کې یې له سارا جیفري (۱۵۷۲-۱۶۳۷) سره واده وکړ او د یوه عریضه لیکونکي یا کاتب په توګه یې دوامداره مالي بریا وموندله. هغه په​​​​ برېډ سټریټ کې په یوه کور کې اوسېده او له کوره یې کار کاوه، چې مرمیډ ټاورن میخانه هم د دې سیمې په چیپسایډ سړک کې پرته وه. مشر مېلټن د موسیقۍ د یوه کمپوزر په توګه د هغه د مهارت له کبله مشهور و، او همدا استعداد و چې د هغه زوی ته یې د موسیقۍ په برخه کې د تلپاتې ستاینې او د هنري لاوېس په څېر موسیقارانو سره د ملګرتیا زمینه برابره کړه.[۷][۸][۹]

د مېلټن د پلار غوړېدا د هغه مشر زوی ته د یوه خصوصي ښوونکي "توماس یانګ" چمتو کېدو ته زمینه برابره کړه، کوم چې د یوې عیسوي فرقې (Presbyterian) یو سکاټلنډی پیرو و او له سینټ اندریوز پوهنتون څخه یې ماسټري کړې وه. څېړنې ښيي، چې د یانګ نفوذ مذهبي افراطیت ته د دغه شاعر په ورپېژندلو کې رول ولوباوه. د یانګ له ښوونې او روزنې وروسته، مېلټن په لندن کې د سینټ پاول ښوونځي ته ولاړ. هلته یې د لاتیني او یوناني ژبو زده کړه پیل کړه، او دغو کلاسیکو ژبو په انګلیسي ژبه کې د ده پر شعر او نثر دواړو اغېز پرېښود (البته هغه په ​​لاتیني او ایټالوي ژبو هم لیکل کړي دي).[۱۰]

شعر

[سمول]

د مېلټن شاعري لږ تر لږه لږ تر لږه د هغه په نوم ډېره ورو ورو مشهوره شوه. د هغه لومړۍ شعري ټولګه "د شیکسپیر په اړه" اثر (۱۶۳۰) و، چې په ۱۶۳۲ کال کې د ویلیم شکسپیر د ډرامو "دویمه پاڼه" (Second Folio) اثر کې هم په بې نومه ډول رانغاړل شوی و. د شکسپیر د "لومړۍ پاڼه" (First Folio) اثر یوه تشریح شوې کاپي د مېلټن له لوري په حاشیو کې لیکل شوي یادښتونه هم لري. مېلټن خپل شعرونه د "۱۶۴۵ کال شعرونه" په ټولګه کې داسې مهال راټول کړل، چې د انګلستان د نوي حکومت د جوړولو هیاهوی و. د کوموس (Comus) بې نومه نسخه یې په ۱۶۳۷ کال کې خپره شوه، او د لیسیډاس (Lycidas) نسخه یې په ۱۶۳۸ کال کې خپره شوه، چې د جستا ایډوارډو کینګ نوفراګو (Justa Edouardo King Naufrago) تر نوم لاندې مخکې خپره شوې وه. د ۱۶۴۵ کال ټولګه د هغه یوازېنۍ شعري ټولګه وه، چې په ۱۶۶۷ کال کې د "ورک جنت" اثر تر خپرېدو پورې چاپ شوې وه.[۱۱]

ورک جنت

[سمول]

د مېلټن ستر اثر (magnum opus) "ورک جنت حماسي او بې قافیې شعر" (لومړۍ نسخه) له ۱۶۵۸ څخه تر ۱۶۶۴ کال پورې د مېلټن د ړوندوالي او بې وزلۍ پرمهال ویل شوي شعرونه دي، چې په ۱۶۷۴ کال کې له کوچنیو خو مهمو بدلونونو سره بیا خپور شو (دویمه نسخه). د یوه ړانده شاعر په توګه به مېلټن خپل شعر خپلو یو شمېر همکارانو ته زمزمه کاوه. ویل کېږي، چې دا شعر د انقلاب د ناکامۍ له امله د هغه شخصي نهیلۍ منعکسوي، مګر په ورته وخت کې د انساني وړتیا اړوند یوه خوشبیني هم تاییدوي. ځینې ​​ادبي تنقید کوونکو استدلال کړی چې مېلټن د "غوره پخواني لامل" یا د پوځیانو د انګېزې لپاره د خپل سرکش ملاتړ لپاره ډېرې حوالې په نښه کړې دي.[۱۲]

د ۱۶۶۷ کال د اپرېل په ۲۷مه، مېلټن د "ورک جنت" اثر د چاپ حق په ۵ پونډه (په ۲۰۱۵ کال کې د پېرودځواک د شاوخوا ۷۷۰ پونډه معادل) پر سامویل سیمونز وپلوره، او که چېرې هر ځل چاپ د ۱۳۰۰ تر ۱۵۰۰ نسخو پورې پلورل شوی وای، نو نور ۵ پونډه به یې هم ورکول. لومړی چاپ یې د کوارټو (quarto) نسخه وه چې هرې کاپۍ یې درې شیلېنګه بیه لرله (په ۲۰۱۵ کال کې د شاوخوا ۲۳ پونډه پېرودځواک معادل). دا اثر یې د ۱۶۶۷ کال په اګست کې چاپ او خپور شو، چې په ۱۸ میاشتو کې یې ټولې کاپۍ وپلورل شوې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118582607  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. McCalman 2001 p. 605.
  4. Contemporary Literary Criticism. "Milton, John – Introduction".
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Masson 1859 pp. v–vi.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lewalski 2003 p. 3.
  10. Skerpan-Wheeler, Elizabeth. "John Milton." British Rhetoricians and Logicians, 1500–1660: Second Series. Ed. Edward A. Malone. Detroit: Gale, 2003. Dictionary of Literary Biography Vol. 281. Literature Resource Center.
  11. Flood, Alison, When Milton met Shakespeare: poet's notes on Bard appear to have been found , The Guardian, 16 September 2019
  12. Hill 1977.
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).