Jump to content

برلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
برلين
Berlin (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه د
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۳٬۷۵۵٬۲۵۱[۸] — ۱٬۲۰۰ — ۷٬۰۰۰ — ۸٬۵۰۰ — ۷٬۰۰۰ — ۱۲٬۰۰۰ — ۹٬۰۰۰ — ۸٬۱۰۰ — ۷٬۵۰۰ — ۶٬۰۰۰ — ۱۰٬۰۰۰ — ۱۷٬۰۰۰ — ۱۹٬۰۰۰ — ۱۱۳٬۲۸۹ — ۱۳۶٬۱۳۷ — ۱۷۲٬۱۳۲ — ۱۷۲٬۹۸۸ — ۲۱۹٬۹۶۸ — ۴۰۱٬۹۷۲ — ۱٬۸۸۸٬۸۴۸ — ۲٬۰۷۱٬۲۵۷ — ۳٬۸۷۹٬۴۰۹ — ۴٬۳۳۲٬۸۳۴ — ۴٬۳۳۰٬۸۱۰ — ۳٬۳۳۶٬۰۲۶ — ۳٬۲۷۴٬۰۱۶ — ۳٬۲۰۸٬۷۱۹ — ۳٬۰۴۸٬۷۵۹ — ۳٬۴۳۳٬۶۹۵ — ۳٬۳۸۲٬۱۶۹ — ۳٬۳۲۶٬۰۰۲[۹] — ۳٬۳۷۵٬۲۲۲ — ۳٬۴۶۹٬۸۴۹[۱۰] — ۳٬۴۹۰٬۱۰۵[۱۱] — ۳٬۵۷۴٬۸۳۰[۱۲] — ۳٬۶۱۱٬۲۲۲[۱۳] — ۳٬۶۱۳٬۴۹۵[۱۴] — ۳٬۶۴۴٬۸۲۶[۱۵][۱۶] — ۳٬۶۴۴٬۸۲۶[۱۷] — ۳٬۶۶۴٬۰۸۸[۱۸] — ۳٬۶۷۷٬۴۷۲[۱۹] — ۳٬۶۷۷٬۴۷۲[۲۰] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
BerlinerBerlinerinBerlinerinnenBerlinerBerlinersBerlinanoberlinésberlinesaBerlinois[۲۳]Berlinoise[۲۳]ברלינאיברלינאיתBerlijner[۲۴]Berlijnerin[۲۴]berlińczyk[۲۵]berlinianka[۲۶]berlinezberlinezăبرلينيبرلينيةberlinesiberlinli ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
اداري سیمه
جرمني[۳۳] (۱۹۹۰ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
اړين مالومات
مهمې پېښې
  لړۍ...
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۸۹۱٫۱۲ كيلومتر مربع[۱۲][۱۴]
۸۹۱٫۶۹ كيلومتر مربع[۳۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
berlin.de… (جرمني ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
10115–14199 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۵۲°۳۱′شمال ۱۳°۲۳′ختیځ / 52.52°شمال 13.38°ختيځ / 52.52; 13.38 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

برلین (/bɜːrˈlɪn/ bur-LIN، آلماني: [bɛʁˈliːn]) د آلمان یا جرمني پلازمېنه او د مساحت او نفوس دواړو له مخې د دغه هېواد لوی ښار دی. په ښاري حدودو کې دننه نفوس له مخې، په دغه ښار کې ۳.۷ میلیونه تنه اوسېږي او په دې توګه د اروپايي اتحادیې تر ټولو ګڼ مېشته ښار هم دی. برلین، چې د آلمان له شپاړسو ایالتونو څخه یو ایالت دی، د برانډنبورګ ایالت لخوا احاطه شوی او د برانډنبرګ له مرکز پوټسدام سره نښلېدلی دی. د برلین ښاري سیمه چې شاوخوا ۴.۵ ملیونه نفوس لري، له روهر وروسته په آلمان کې دویمه ډېره ګڼ مېشته یا ډېر نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. د برلین–برانډنبرګ مرکزي سیمه له شپږ ملیونو ډېر اوسېدونکي لري او له راین–روهر او راین–مین سیمو وروسته د آلمان درېیمه لویه ښاري سیمه ده.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

برلین د سپري سیند پر څنډو غځېږي، کوم چې د سپنداو په لویدیځ کې هافل (د ایلب مرستندوی سیند) ته بهېږي. د دغه ښار له اصلي توپوګرافیک ځانګړتیاو څخه په لوېدیځ او سوېل ختیځ برخو کې شته ګڼ جهيلونه دي چې د سپري، هافل او دامه رودونو لخوا رامنځته شوي او ترټولو لوی یې د موګېلسي جهيل دی. د اروپا په دښته کې یې د موقعیت له امله، برلین د معتدل موسمي اقلیم تر اغېزې لاندې راځي. د ښار شاوخوا یو پر دریمه برخه له ځنګلونو، پارکونو، باغونو، سیندونو، کانالونو او جهيلونو څخه جوړه ده. [۴۳]

دا چې برلین په ۱۳مه پېړۍ کې تر ټولو لومړی مستند شوی او همدا راز دوې مهمې تاریخي سوداګریزې لارې ترې تېرې شوې وې، دا ښار د برانډنبرګ د مارګراویټ دولت (۱۴۱۷-۱۷۰۱)، د پروشیا پادشاهۍ (۱۷۰۱-۱۹۱۸)، د جرمني امپراتورۍ (۱۸۷۱ - ۱۹۱۸)، د وایمار جمهوریت (۱۹۱۹-۱۹۳۳)، او دریم رایش (۱۹۳۳-۱۹۴۵) پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۰ لسیزه کې برلین په نړۍ کې دریمه لویه ښاروالي وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته او ورپسې د فاتحو هېوادونو له خوا تر اشغال وروسته دا ښار ووېشل شو؛ لويديځ برلين د لويديځ المان يوه جلا شوې سیمه شوه، چې د برلين دېوال (د ۱۹۶۱ له اګست څخه د ۱۹۸۹ تر نوامبر پورې) او د ختيځ المان د سیمې په وسیله احاطه شو. ختیځ برلین د ختیځ آلمان پلازمېنه اعلان شوه، په داسې حال کې چې بن د لویدیځ آلمان پلازمېنه شوه. په ۱۹۹۰ کال کې د آلمان تر بیا یوځای کېدو وروسته، برلین یو ځل بیا د ټول آلمان پلازمېنه شوه.[۴۴]

برلین د نړۍ د کلتور، سیاست، رسنیو او علم ښار دی. د دغه ښار اقتصاد پر لوړو او پرمختللو تخنیکي شرکتونو او د خدماتو پر سکټور ولاړ دی، چې د تخلیقي صنعتونو، څیړنیزو تاسیساتو، رسنیزو مؤسساتو او د غونډو د ځایونو یوه متفاوته لړۍ پکې شاملېږي. برلین د هوايي او ریل ټرافیک لپاره د لویې وچې یا براعظمي مرکز په توګه کار کوي او د عامه ترانسپورت خورا پیچلې شبکه لري. دا ستر ښار یو مشهور سیاحتي ځای هم دی. په پام وړ صنعتونو کې یې آی ټي، درمل جوړونه، بایو میډیکل انجینري، صفایۍ ټکنالوژي، بایو ټیکنالوژي، ساختماني او برقیات شامل دي.[۴۵][۴۶][۴۷]

برلین د نړۍ معتبر پوهنتونونه هم لري، لکه د همبولډ پوهنتون، تخنیکي پوهنتون، آزاد پوهنتون، د هنرونو پوهنتون، د برلین د ادارې او تکنالوژۍ اروپایي پوهنتون (ESMT)، او د برلین بارډ کالج. د دغه ښار ژوبڼ په اروپا کې ترټولو ډېر لیدل شوی ژوبڼ دی او په ټوله نړۍ کې یو له خورا مشهورو هغو څخه دی. بابلزبرګ یې د نړۍ لومړی ستر فلمي سټوډیو کمپلیکس دی، چې له کبله یې برلین د نړیوالو فلمونو د تولید خورا مشهور ځای دی. دغه ښار د جشنونو، متنوع معمارۍ، شپني ژوند، معاصرو هنرونو او د ژوند خورا لوړ کیفیت له پلوه یو پېژندل شوی ښار دی. [۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]

ډیموګرافي

[سمول]

د ۲۰۱۸ کال په پای کې، د برلین ښاري دولت په ۸۹۱.۱ کیلومتره مربع (۳۴۴.۱ مربع میل) ساحه کې ۳.۷۵ ملیون اوسېدونکي راجسټر کړي وو. د ښار د نفوس تراکم په هر کیلومتر مربع کې ۴۲۰۶ تنه و. برلین په اروپایي اتحادیه کې ترټولو ګڼ نفوسه ښار دی. په ۲۰۱۹ کال کې د برلین ښاري سیمې (urban area) شاوخوا ۴.۵ ملیونه اوسېدونکي لرل. تر ۲۰۱۹ کال پورې فعالې ښاري سیمې (functional urban area) هم ۵.۲ ملیونه مېشت وګړي لرل. د برلین-برانډنبورګ ټوله مرکزي سیمه (capital region) هم په ۳۰۵۴۶ کیلومتره مربع (۱۱۷۹۴ مربع میل) مساحت کې له ۶ ملیون څخه ډېر نفوس لري.[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]

ژبې

[سمول]

جرمني یا آلماني ژبه په برلین کې رسمي او ډېره ویل کېدونکې ژبه ده. دا د لوېدیځو آلماني ژبو له ډلې یوه ژبه ده چې ډېری لغتونه یې د هندو-اروپایي ژبې کورنۍ له آلماني څانګې څخه اخیستل شوي. الماني د اروپايي اتحادیې له ۲۴ ژبو څخه یوه ده، او د اروپايي کمیسیون د دریو کاري ژبو له جملې څخه هم ده.[۶۲]

دین

[سمول]

د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرنې له مخې، نږدې ۳۷ سلنه نفوس راپور ورکړی چې د قانوني پېژندل شوې کلیسا یا مذهبي سازمان غړي دي. پاتې کسان یا له داسې کوم سازمان سره تړاو نه لري او یا هم د دوی په اړه هېڅ معلومات نشته.[۶۳]

د ژوند کچه

[سمول]

د مرسر شرکت په وینا، برلین په ۲۰۱۹ کال کې د ژوند د کیفیت له پلوه د ښارونو په درجه بندۍ کې ۱۳ ځای درلود.[۶۴]

د مونوکل مجلې په وینا، برلین په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره ترټولو وړ ښارونو په لړ کې شپږم ځای خپل کړی و. د اکونومېست اطلاعاتو واحد بیا د نړۍ د ټولو ښارونو په کتار کې برلین ته ۲۱ ځای ورکړی. برلین د نړیوال ښاري ځواک شاخص انستیتوت د درجه بندۍ له مخې ۸ نمبر ښار دی.[۶۵][۶۶][۶۷]

د HWWI او برنبرګ بانک په وینا، برلین په ۲۰۱۹ کال کې د آلمان د ټولو ښارونو په پرتله غوره راتلونکی لرلید درلود. د فورسنګ سنسټیټوټ پروګنوس (Forschungsinstitut Prognos) د ۲۰۱۹ کال د څېړنې له مخې، برلین په آلمان کې له ټولو ۴۰۱ سیمو څخه ۹۲ نمبر و. دا ښار په پخواني ختیځ آلمان کې له جینا، ډریسډن او پوټسډم وروسته څلورمه درجه سیمه ده.[۶۸][۶۹][۷۰]

زېربناوې

[سمول]

ټرانسپورټ

[سمول]

سړکونه

[سمول]

د برلین د ترانسپورت زېربنا خورا پیچلې ده، چې د ښاري خوځښت یا تګ راتګ لپاره یوه متنوع لړۍ چمتو کوي. په ټولیز ډول ۹۷۹ پلونه له ۱۹۷ کیلومتره (۱۲۲ میل) د ښار دننه د اوبو لارو باندې تړل شوي دي. په برلین ښار کې ۵۴۲۲ کیلومتره (۳۳۶۹ میله) سړکونه شته، چې له دې جملې څخه یې ۷۷ کیلومتره (۴۸ میله) موټروې ده. په ۲۰۱۳ کال کې، په دغه ښار کې ۱.۳۴۴ ملیون موټر ثبت شوي. دا چې په ۲۰۱۳ کال کې په دغه ښار کې هرو ۱۰۰۰ تنو ۳۷۷ موټرونه لرل (په آلمان کې د هرو ۱۰۰۰ لپاره ۵۷۷ موټرونه)، دا ښار د هغه لویدیځ نړیوال ښار په توګه مطرح دی چې د موټرونو کچه پکې تر ټولو ټیټه ده. په ۲۰۱۲ کال کې شاوخوا ۷۶۰۰ رنګ شوې ټیکسۍ په دغه ښار کې چلېدلې. له ۲۰۱۱ کال راهیسې، د اپلیکېشن پر بنسټ یو شمېر الکترونیکي موټرونو او الکترونکي سکواټورونو خدماتو هم وده کړې ده. [۷۱][۷۲]

د تاريخ څرگندويه ښار

[سمول]

د المان د تاريخ زياتره اړخونه په برلين کي څرگندويه دي. په دويمه جهانې جگړه کي د نازيانو د ماتې وروسته دغه ستر ښار د څلورو فاتح متحدينو قدرتونو امريکا، فرانسې، برطانيې او روسيې تر منځ سره ووېشل سو. په ۱۹۶۱ م مېلادي کال دغه ښار بالاخره په رشتيا تقسيم کړل سو او د برلين په مېنځ کي دېوال ووهل سو. د سوليزه انقلاب په ترڅ کي د شرقي المان حکومت له منځه ولاړی. د۱۹۸۹ م مېلادي کال د نوامبر په نهه نېټه د ختيځ او لوېديځ المان تر منځ پوله ليري کړل سوه او پدې توگه المان بېرته يو هيواد سو.

برلين په بدلون کې

[سمول]

اوس برلين د المان د فېډرالي دولت پلازمېنه دی. پدغه ښار کي د المان پارلمان بونډس ټاگ او دپارلمان سره تړلي ټوله مهه دفترونه او ادارې ځای پر ځای دي. خو د وزارتونو سره تړلې بعضي داسي ادارې هم سته چي په پخوانۍ پلازمېنه بون کي ځای پر ځای دي. د حکومتي ودانيو ناحيه، د برانډن بورگ دروازه او ژانډارمن بازار د برلين هغه ځايونه دي کوم چي ددغه ښار د تاريخ شاهدان دي او د سېلانيانو لپاره زيات کشش لري. په سړ جگړه کي د پوسټامرپلاټڅ ځای ته د مړې تراړې نوم ورکول سوی و، خو اوس پدغه سيمه کي جگې جگې ودانۍ جوړي کړل سوي دي. د الېکزانډرپلاټڅ نومي ځای څېره هم د تاريخ په څپو کي بدله سوې ده. الېکزانډر پلاټڅ پخوا د ختيځ برلين مرکز و. په زياته بيا د ختيځ ښار برخې او ناحيې ددغه ښار د تاريخ په هکله ډېر څه څرگندوي. د برلين ښار په تيرو کلنو کي داسي بدل سوی دی چي حتی اوس د بعضو خلکو لپاره مشکله وي چي د برلين د پخواني ديوال پولي وپېژني.

کلتوري مرکز

[سمول]

د برلين ښار يوازي تاريخي ښار نه دی. ددغه ښار کلتوري څېره هم د ستاينې وړ ده. دښار د موزيم د جزيرې نومي په برخه کي زړې ودانۍ د پروسيا د پاچهۍ وختونو بېرته راژوندي کوي. سترومهندسانو لکه شينکل او لانگانس دلته د ودانيو په جوړولو سره خپل ځانونه ابدي کړي دي. د ښار ددغي برخي په بهترينه ودانيو کي د بوډه ميوزيم ودانۍ هم شمېرل کيږي. د ښارستر اپراتياترونه، سېنماوي، نندارتونونه او کوچني هنري تياترونه د دغه ښار د ښاريانو د ساعت تېرولو دنده په غاړه لري. دهر مېلادي کال په فروري مياشت کي د برليناله په نوم يوه لمانځنه او غونډه تر سره کيږي. پدغه غونډه کي د فلم او هنر سره تړاو درلودونکي ستوري راټوليږي.

سرچينې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: Unification Treaty. Section, verse, paragraph, or clause: Artikel 2 (1). خپرېدو نېټه: ۱۹۹۰.
  2. سرچينې تړی: http://data.un.org/CountryProfile.aspx?crName=Germany.
  3. سرچينې تړی: http://www.gesetze-im-internet.de/einigvtr/art_2.html. Quotation: (1) Hauptstadt Deutschlands ist Berlin..
  4. "Zum Wettstreit um den höchsten Gipfel Berlins".
  5. سرچينې تړی: http://webarchiv.bundestag.de/archive/2008/0912/htdocs_e/history/index.html.
  6. ذکر کېدنه: Constitution of Berlin. Section, verse, paragraph, or clause: Artikel 3 (2).
  7. ذکر کېدنه: Constitution of Berlin. Section, verse, paragraph, or clause: Artikel 1 (2).
  8. ذکر کېدنه: register of German municipalities (2022). Retrieved: ۷ اکتوبر ۲۰۲۳. Publisher: Federal Statistical Office. اثر ژبه: جرمني ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۱ سپټمبر ۲۰۲۳.
  9. سرچينې تړی: https://www.statistik-berlin-brandenburg.de/Publikationen/OTab/2014/OT_A01-10-00_124_201311_BE.pdf.
  10. سرچينې تړی: https://www.statistik-berlin-brandenburg.de/publikationen/otab/2015/OT_A01-14-00_124_201412_BBB.pdf.
  11. سرچينې تړی: http://www.statistik-berlin-brandenburg.de/publikationen/stat_berichte/2016/SB_A01-07-00_2015m12_BE.pdf.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ سرچينې تړی: https://www.destatis.de/DE/ZahlenFakten/LaenderRegionen/Regionales/Gemeindeverzeichnis/Administrativ/Aktuell/05Staedte.html.
  13. سرچينې تړی: https://www.statistik-berlin-brandenburg.de/.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ "Alle politisch selbständigen Gemeinden mit ausgewählten Merkmalen am 31.12.2018 (4. Quartal)". Federal Statistical Office. Archived from the original on 10 March 2019. Retrieved 10 March 2019.
  15. سرچينې تړی: https://www.destatis.de/DE/ZahlenFakten/LaenderRegionen/Regionales/Gemeindeverzeichnis/Administrativ/Archiv/GVAuszugQ/AuszugGV4QAktuell.html.
  16. سرچينې تړی: https://www.destatis.de/DE/Themen/Laender-Regionen/Regionales/Gemeindeverzeichnis/Administrativ/04-kreise.html.
  17. Publisher: Federal Statistical Office. سرچينې تړی: https://www.statistikportal.de/de/produkte/gemeindeverzeichnis. Retrieved: ۲ مارچ ۲۰۲۰.
  18. Publisher: Federal Statistical Office. سرچينې تړی: https://www.statistikportal.de/de/produkte/gemeindeverzeichnis. Retrieved: ۱۲ جنوري ۲۰۲۲.
  19. Publisher: Federal Statistical Office. سرچينې تړی: https://www.statistikportal.de/de/gemeindeverzeichnis. Retrieved: ۲۷ نومبر ۲۰۲۲.
  20. ذکر کېدنه: register of German municipalities (4th quarter 2022). Retrieved: ۱۲ فبروري ۲۰۲۳. Publisher: Federal Statistical Office. اثر ژبه: جرمني ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۲ جنوري ۲۰۲۳.
  21. ۲۱٫۰۰ ۲۱٫۰۱ ۲۱٫۰۲ ۲۱٫۰۳ ۲۱٫۰۴ ۲۱٫۰۵ ۲۱٫۰۶ ۲۱٫۰۷ ۲۱٫۰۸ ۲۱٫۰۹ ۲۱٫۱۰ ۲۱٫۱۱ سرچينې تړی: http://www.berlin.de/special/immobilien-und-wohnen/stadtteile/.
  22. "Constitution of Berlin". (2) Der Senat besteht aus dem Regierenden Bürgermeister und bis zu zehn Senatoren.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ سرچينې تړی: https://vrttaal.net/taaladvies-taalkwestie/berlijn.
  25. سرچينې تړی: https://sjp.pwn.pl/so/berlinczyk;4414120.html.
  26. سرچينې تړی: https://sjp.pwn.pl/so/berlinianka;4414118.html.
  27. سرچينې تړی: http://www.klimabuendnis.org/nc/kommunen/das-netzwerk.html.
  28. سرچينې تړی: http://www.mayorsforpeace.org/english/membercity/map/europe.html. Retrieved: ۴ جولای ۲۰۱۹.
  29. سرچينې تړی: https://www.c40.org/cities/berlin/.
  30. سرچينې تړی: https://cn.wtcf.org.cn/citys/3470-2.html.
  31. سرچينې تړی: https://www.ovpm.org/wp-content/uploads/2024/03/liste-villes-en-regle-pour-page-web12-03-2024.pdf. Retrieved: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. Archive URL: https://web.archive.org/web/20240528143447/https://www.ovpm.org/members/cities/.
  32. سرچينې تړی: https://icorn.org/city/berlin. Retrieved: ۴ جون ۲۰۲۴. Archive URL: https://perma.cc/63BJ-D92M.
  33. "Constitution of Berlin". (2) Berlin ist ein Land der Bundesrepublik Deutschland.
  34. ذکر کېدنه: آرک انفارم. ArchINFORM location ID: 289. Retrieved: ۲۷ فبروري ۲۰۱۹. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  35. ذکر کېدنه: Global LEI index. Retrieved: ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۴.
  36. رسمي وېبځی: https://www.berlin.de/berlin-im-ueberblick/zahlen-und-fakten/. Retrieved: ۳۰ مې ۲۰۲۰.
  37. سرچينې تړی: https://en.unesco.org/creative-cities/creative-cities-map. Retrieved: ۹ نومبر ۲۰۲۲.
  38. Kleiner, Stefan; Knöbl, Ralf; Mangold, Max (2015). Das Aussprachewörterbuch (7th ed.). Berlin: Duden. p. 229. ISBN 978-3-411-04067-4.
  39. (په 6 February 2019 باندې). Deutschland: Die größten Städte. Die Zeit (Magazin).
  40. (په 1 August 2019 باندې). Leipzig überholt bei Einwohnerzahl Dortmund – jetzt Platz 8 in Deutschland. Leipziger Volkszeitung.
  41. "Daten und Fakten zur Hauptstadtregion". www.berlin-brandenburg.de. 4 October 2016. Retrieved 23 February 2019.
  42. "Statistischer Bericht: Einwohnerinnen und Einwohner im Land Berlin am 31. Dezember 2019" [Statistical Report: Residents in the state of Berlin on 31 December 2019] (PDF). Amt für Statistik Berlin-Brandenburg (په جرمني). pp. 4, 10, 13, 18–22. Retrieved 8 April 2020.
  43. Senatsverwaltung für Umwelt, Verkehr und Klimaschutz Berlin, Referat Freiraumplanung und Stadtgrün. "Anteil öffentlicher Grünflächen in Berlin" (PDF). Retrieved 2020-01-10.{{cite web}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  44. Senatsverwaltung für Umwelt, Verkehr und Klimaschutz Berlin, Referat Freiraumplanung und Stadtgrün. "Anteil öffentlicher Grünflächen in Berlin" (PDF). Retrieved 2020-01-10.{{cite web}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)
  45. "Niederlagsrecht" [Settlement rights] (په جرمني). Verein für die Geschichte Berlins. August 2004. Archived from the original on 22 November 2015. Retrieved 21 November 2015.
  46. "Topographies of Class: Modern Architecture and Mass Society in Weimar Berlin (Social History, Popular Culture and Politics in Germany)". www.h-net.org. September 2009. Retrieved 9 October 2009.
  47. "Berlin Wall". Encyclopædia Britannica. Retrieved 18 August 2008.
  48. "Berlin – Capital of Germany". German Embassy in Washington. Archived from the original on 12 January 2012. Retrieved 18 August 2008.
  49. (په 10 April 2010 باندې). Revealed: Cities that rule the world – and those on the rise. CNN
  50. (په 31 December 1969 باندې). Berlin, the big canvas. The New York Times. See also: "Sites and situations of leading cities in cultural globalisations/Media". GaWC Research Bulletin 146. Retrieved 18 August 2008.
  51. "Global Power City Index 2009" (PDF). Institute for Urban Strategies at the Mori Memorial Foundation. 22 October 2009. Retrieved 29 October 2009.
  52. "ICCA publishes top 20 country and city rankings 2007". ICCA. Retrieved 18 August 2008.
  53. "Berlin City of Design" (Press release). UNESCO. Archived from the original on 16 August 2008. Retrieved 18 August 2008.
  54. "Berlin Beats Rome as Tourist Attraction as Hordes Descend". Bloomberg L.P. 4 September 2014. Retrieved 11 September 2014.
  55. "Hollywood Helps Revive Berlin's Former Movie Glory". Deutsche Welle. 9 August 2008. Retrieved 18 August 2008.
  56. (په 12 December 2004 باندې). The Club Scene, on the Edge. The New York Times. See also: "Ranking of best cities in the world". City mayors. Retrieved 18 August 2008. and "The Monocle Quality of Life Survey 2015". Monocle. Archived from the original on 14 August 2015. Retrieved 20 July 2015. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  57. "Young Israelis are Flocking to Berlin". Newsweek. 13 June 2014. Retrieved 28 August 2014.
  58. Population on 1 January by age groups and sex – functional urban areas, Eurostat. Retrieved 28 April 2019.
  59. "Initiativkreis Europäische Metropolregionen in Deutschland: Berlin-Brandenburg". www.deutsche-metropolregionen.org. 31 August 2020.
  60. statistics Berlin Brandenburg Archived 15 March 2016 at the Wayback Machine.. www.statistik-berlin-brandenburg.de Retrieved 10 October 2016.
  61. "Statistischer Bericht: Einwohnerinnen und Einwohner im Land Berlin am 31. Dezember 2019" [Statistical Report: Residents in the state of Berlin on 31 December 2019] (PDF). Amt für Statistik Berlin-Brandenburg (په جرمني). pp. 4, 10, 13, 18–22. Retrieved 8 April 2020.
  62. European Commission. "Official Languages". Retrieved 29 July 2014.
  63. "Zensus 2011 – Bevölkerung und Haushalte – Bundesland Berlin" (PDF). Amt für Statistik Berlin-Brandenburg (په جرمني). pp. 6–7. Archived from the original (PDF) on 3 March 2016. Retrieved 23 February 2019.
  64. "Quality of Living City Ranking | Mercer". mobilityexchange.mercer.com.
  65. Bishop, Jordan. "Munich Named The Most Livable City In The World". Forbes.
  66. Buckley, Julia (4 September 2019). "World's most livable city revealed". CNN Travel.
  67. "Global Power City Index 2019". The Mori Memorial Foundation.
  68. Germany, Stuttgarter Zeitung, Stuttgart. "München rutscht ab: Städte-Studie sieht Berlin auf dem Spitzenplatz". stuttgarter-zeitung.de. Archived from the original on 2019-11-13. Retrieved 2021-12-19. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  69. "Berlins Arbeitsmarkt boomt – aber die Armut bleibt groß". www.rbb24.de. Archived from the original on 13 November 2019. Retrieved 13 November 2019.
  70. "Politik national » Nachrichten zu Bund und Ländern | Handelsblatt". www.handelsblatt.com.
  71. "Mobile capital". Business Location Center. 2011. Archived from the original on 14 April 2016. Retrieved 14 February 2016.
  72. "Straßenverkehr 2013". Amt für Statistik Berlin Brandenburg (په جرمني). Archived from the original on 2 April 2015. Retrieved 28 March 2015.