کاري حافظه
کاري حافظه یو ذهني سیستم دی چې محدود ظرفیت لري او معلومات په موقتي یا لنډمهالي ډول ساتلی شي. دغه حافظه د پرېکړې او چلند د لارښوونې او همدا راز د استدلال لپاره اهمیت لري. کاري حافظه تر ډېره د لنډمهالې حافظې په مترادفه معنا کارول کېږي، خو ځينې تیورېستان د دغو دوو ډولونو تر منځ توپير کوي، دوی وايي چې په کاري حافظه کې دا امکان شته چې په ذخیره شوو معلوماتو کې لاسوهنه وشي، په داسې حال کې چې لنډمهالې حافظه په لنډمهالي ډول د معلوماتو له ثبتولو سره سروکار لري. کاري حافظه یو تیوريکي مفهوم دی چې پر ذهني ارواپوهنه، عصبي ارواپوهنه او د اعصابو پر علومو تمرکز کوي.[۱][۲][۳][۴]
تاریخچه
[سمول]د «کاري حافظې» اصطلاح «مېلر»، «ګالانټر» او «پربرام» مطرح کړه او په ۱۹۶۰مه لسیزه کې په هغو تیوریو کې وکارول شوه چې ذهن یې له کمپیوټر سره ورته باله. په ۱۹۶۸ کال کې «اټکېنسون» او «شیفرین» دغه کلمه د «لنډمهالې ذخیرې» د مفهوم څرګندولو لپاره وکاروله. هغه حافظه چې موږ یې دا مهال کاري حافظه بولو، تر دې مخکې «لنډمهالې ذخیره» یا لنډمهالې حافظه، لومړنۍ حافظه، چټکه حافظه، عملیاتي حافظه او موقته حافظه بلل کېده. لنډمهالې حافظه کولای شي د یوې لنډې دورې (یوې ثانیې) لپاره معلومات وساتي. دا مهال ډېری تیورېستان د دې لپاره د کاري حافظې مفهوم کاروي چې د لنډمهالې حافظې د پخواني مفهوم ځای پرې ډک کړي یا یې پکې شامل کړي، د دې تر څنګ غواړي یوازې د ساتنې او ذخیرې پر ځای په معلوماتو کې د لاسوهنې پر مفهوم لا ډېر ټینګار وکړي.[۵][۶][۷][۸]
د کاري حافظې د عصبي بنسټونو په اړه د لومړنیو ازمېښتونو تاریخ څه باندې ۱۰۰ کاله وړاندې مهال ته رسېږي. دا هغه مهال و چې «هیټزیګ» او «فریر» د کوپړۍ د مخنۍ برخې د قشر لرې کولو ازمایښتونه تشرېح کړل؛ دوی وویل چې د کوپړۍ مخنی قشر د حسي کارونو پر ځای د ذهني کارونو لپاره مهم دی. په ۱۹۳۵ او ۱۹۳۶ کلونو کې «کارلایل جاکوبسن» او د هغه همکاران لومړني کسان وو چې پر ځنډني ځواب یې د مخني قشر د تخریب سخت زیانونه وموندل.[۹][۱۰]
تیوریګانې
[سمول]له اناتومیک او ذهني نظره د کاري حافظې د فعالیت لپاره ګڼ ماډلونه وړاندې شوي، له دې ډلې دلته د دوو هغو ماډلونو لنډیز لولو چې تر نورو اغېزناک دي.
څو اړخیز ماډل
[سمول]په ۱۹۷۴ کال کې «بېډلي» او «هیچ» د کاري حافظې څو اړخیز ماډل وړاندې کړ. دغه تیوري یو درې اړخیز ماډل وړاندیزوي: اجرايي مرکز، د غږ پېژندنې کړۍ او بصري فضايي سکېچپډ چې د بېلابېلو معلوماتو د کنټرولوونکي مرکز په توګه د اجرايي مرکز فعالیت هم ورسره دی او معلومات د غږ پېژندنې د کړۍ او بصري فضايي سکېچپډ تر منځ وړي راوړي. اجرايي مرکز د نورو مسؤلیتونو تر څنګ اړوندو معلوماتو ته د پاملرنې، د نا اړوندو معلوماتو او ناسمو اقداماتو د لرې کولو او د ذهني پروسو د همغږۍ مسؤلیت هم هغه وخت لري چې یو کار په هممهاله ډول ترسره کېږي. «اجرايي مرکز» د معلوماتو پر ګډولو د څارنې او د «تابع سیسمتونو» د همغږۍ مسؤل دی چې هغه پهخپله هم د لنډمهالو معلوماتو د ساتنې مسؤلیت لري. یو تابع سیستم چې د غږ پېژندنې کړۍ ده، د غږ اړوند معلومات (یعنې د ژبې غږ) ذخیره کوي او د تکرار په یوه کړۍ کې یې په بیا بیا تازه کولو سره له ګډ وډېدو ژغوري. د بېلګې په ډول، د موبایل یوه اووه عددي شمېره تر هغه وخته ساتي چې شخص یې څو څو ځله له ځان سره تکرار کړي. یو بل تابع سیستم چې بصري فضايي سکېچپډ دی، بصري فضايي معلومات ذخیره کوي. د بېلګې په توګه، دغه سیستم د بصري انځورونو د جوړولو او بدلولو او د ذهني نقشو د څرګندولو لپاره کارولی شو. سکېچپډ دوې برخې لري، یوه یې بصري برخه ده (چې له بڼې، رنګ او جوړښت غوندې پدیدو سره سروکار لري) او بله یې هم فضايي برخه ده (چې له مکاني موقعیت سره سروکار لري).[۱۱][۱۲][۱۳]
په ۲۰۰۰ کال کې «بېډلي» دغه ماډل ته د اېپېسوډيک بفر (episodic buffer) په نامه یو څلورم اړخ هم ور زیات کړ. دغه اړخ داسې نمایشونه لري چې غږیز، انځوریز، فضايي او څه ناڅه هغه معلومات چې د تابع سیستمونو په پوښښ کې نه وي شامل (لکه معنايي معلومات یا د موسیقۍ معلومات) ذخیره کوي. اپېسوډيک بفر د کاري حافظې او اوږدمهالې حافظې تر منځ نښلوونکی هم دی. [۱۴][۱۵]
کاري حافظه د اوږدمهالې حافظې د برخې په توګه
[سمول]«انډرس اریکسون» او «والټر کینچ» د "اوږدمهالې کاري حافظې" مفهوم معرفي کړی او په اوږدمهالې حافظه کې یې "د بیاموندونکو جوړښتونو" د داسې مجموعې په توګه تعریف کړی چې د ورځنیو کارونو اړوندو نامحدودو معلوماتو ته لاسرسی شونی کوي. په دې توګه، د اوږدمهالې حافظې یوه برخه د کاري حافظې په توګه کار کوي. همدا ډول «کاون» هم کاري حافظه له اوږدمهالې حافظې څخه جلا سیستم نه ګڼي. د کاري حافظې نمایشونه د اوږدمهالې حافظې د نمایشونو یوه برخه ده. کاري حافظه په دوو ځای پر ځای شوو کچو کې تنظیم شوې ده. لومړۍ کچه د اوږدمهالې حافظې فعال نمایشونه دي. ممکنه ده چې دا ډول ډېر نمایشونه موجود وي – د تیورۍ له نظره په اوږدمهالې حافظه کې د نمایشونو د فعالېدو لپاره هېڅ محدودیت نهشته. دویمه کچه د پاملرنې تمرکز بلل کېږي. د پاملرنې تمرکز کم ظرفیت او لږ تر لږه څلور فعال نمایشونه لري. [۱۶][۱۷]
«اوبراور» د «کاون» ماډل ته درېیم اړخ ور زیات کړی چې د پاملرنې د تمرکز څه ناڅه محدوده بڼه ده، یعنې په یوه وخت کې یوازې یوه قطعه ساتلی شي. یو-عنصري تمرکز په څلور-عنصري تمرکز کې ځای پر ځای شوی او د پروسس لپاره د یوازې یوې واحدې قطعې د ټاکلو دنده لري. د بېلګې په توګه، د «کاون» د پاملرنې په تمرکز کې په یوه وخت کولای شو څلور شمېرې په ذهن کې وساتو. که کوم شخص وغواړي چې پر دغو شمېرو کومه پروسه اجرا کړي، د بېلګې په توګه هرې شمېرې ته «دوه» شمېره ور زیاته کړي، بیا د هرې شمېرې لپاره د جلا پروسس اړتیا ده، ځکه اکثریت کسان نهشي کولای د ریاضي ګڼې پروسې په موازي ډول مخ ته یوسي. د «اوبراور» د پاملرنې په ماډل کې یوه شمېره د پروسس لپاره ټاکل کېږي او بیا د پاملرنې تمرکز بلې شمېرې ته اړول کېږي او تر هغه دوام ورکول کېږي چې ټولې شمېرې پروسس شي.[۱۸][۱۹]
ظرفیت
[سمول]عموماً باور دا دی چې کاري حافظه کم ظرفیت لري. د لنډمهالې حافظې د ظرفي محدودیت په اړه په لومړیو ښودل شوو اندازو کې «اووه شمېره» په ۱۹۵۶ کال کې د مېلر لهخوا وړاندیز شوې ده. ده وویل چې د ځوانانو د معلوماتو د پروسس ظرفیت شاوخوا اووه عنصره دی چې دغه عناصر «قطعات» نومول کېږي؛ دا مهمه نه ده چې عناصر شمېرې وي، توري وي، کلمات وي یا نور واحدونه وي. نورو څېړنو وښوده چې دغه شمېر د کارېدونکو قطعاتو له ډول سره تړاو لري (د بېلګې په توګه، دغه اندازه ښايي د شمېرو لپاره شاوخوا اووه، د تورو لپاره شپږ او د کلمو لپاره پنځه وي). په ټولیز ډول د لفظي محتویاتو (شمېرو، تورو، کلماتو او نورو) لپاره د حافظې محدوده د محتوا په غږیزه پېچلتیا (د بېلګې په توګه د کلمو شمېر، د سېلابونو شمېر) او د محتویاتو په لغوي حالت (مثلاً دا چې د کلمو محتوا د شخص لپاره اشنا ده که نه) پورې اړه لري. ګڼ نور عوامل هم د شخص پر اندازه شوې محدوده اغېز لري او همدا لامل دی چې د څو قطعاتو په اندازه د لنډمهالې یا کاري حافظې ظرفیت ټاکل ستونزمن کار دی. له دې سره سره، «کوان» وايي چې کاري حافظه په ځوانانو کې شاوخوا څلور قطعې ظرفیت لري (او په ماشومانو او زړو مشرانو کې تر دې کم دی).[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
سرچینې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).کينډۍ:Page needed

- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). Republished: Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).