Jump to content

پاروپامیز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پاروپامیز یا پاراپامیز (په یوناني ژبه: Παροπαμισάδαι) په اوسني افغانستان او پاکستان کې د سکندر سترواکۍ یو ساتراپي (ولایت) و، چې د هخامنشیانو د پاروپراسانا له ولایت سره سمون خوري. په دې ولایت کې د ستاګیدیا (بنو حوزه)، ګندهارا (کابل، پیښور، او تکیسلا) او اودیانا (د سوات دره) ولسوالیو ګډون درلود. پاروپاراسانا د لوی داريوش د بهیستون اثر د  اکادیان او ایلامېت ژبو  په نسخو کې یاد شوی، په داسې حال کې چې په زړه پارسي نسخه کې د ګندارا په نوم یاد شوی. ورپسې له یوې هوکړې وروسته د اول سلیکوس نیکاتور له خوا ټول ساتراپي له چندراګوپتا موریا سره ضمیمه شوه. [۱][۲][۳][۴]

نوم

[سمول]

پاروپامیز، په انګلیسي Paropamisadae د یوناني نوم Paropamisádai (Παροπαμισάδαι) لاتیني بڼه ده، چې په خپل وار سره له زړې پارسي پارا اپاریسینا څخه اخیستل شوې، او "د هندوکش هاخوا" په معنی ده، چې په دې ځای کې هندوکش ته Uparisaina  کارول شوی چې "له کجیر پورته" په معنی دی.  [۵][۶]

په یوناني او لاتیني ژبه کې "Paropamisus" یا (Παροπαμισός, Paropamisós) د هندوکش په معنی راغلی دی. په زیاتره یوناني او لاتیني سرچینو کې، په ځانګړې توګه د بطلیموس د جغرافیې په نسخو کې چې د دوی قلمرو د آسیا په نهمه نقشه کې راوړل شوی دی، د وګړو او سیمې نومونه د Paropanisadae (پاروپامیز) او Paropanisus (پاروپانیوس) ښودل شوي. همدارنګه، ډېر لږ د Parapamisadae  او (Παραπάμισος, Parapámisos) Parapamīsus، Paropamīsii او داسې نورو په بڼه را څرګند شوي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

دا نوم نږدې سیند ته هم کارول شوی و، چې ښایي د اوبي سیند وي. د سلسله سفید کوه د غرونو لړۍ ته هم د Paropamisus یا Paropamisus غرونه ویل شوي. [۱۴]

جغرافیه او وګړي

[سمول]

د قومونو جغرافيايي موقعيت په لاندې ډول دی: د اندوس سيند په اوږدو کې پاروپامیز دي، چې پورته خوا ته یې د پاروپاميسوس غر پروت دی. ورپسې، د سوېل لور ته، اراچوتي (اراکوزیا) دی؛ بیا وروسته، د سوېل خوا ته، ګدروسیا (بلوڅان)، او نورو قومونه چې د سمندر په غاړه کې پراته دي؛ او اندوس سیند، د دې ځایونو په اوږدو کې پروت دی؛ او دا ځایونه، چې ځینې یې د اندوس د سیند په غاړه پراته دي د هنديانو تر واک لاندې دي، که څه هم دوی پخوا د پارسانو مربوط کېدل. سکندر دا ځایونه له آریایانو څخه ونیول او خپل استوګنځایونه یې په کې ودان کړل، خو اول سلیکوس نیکاتور دوی ساندروکوتوس ته، د خپلو منځیو ودونو د شرایطو او ۵۰۰ فیلانو په بدل کې ورکړل.

لوېدیځ پلو ته د پاروپامیز تر څنګ، آریایان پراته دي، او د اراکوزیا او ګدروسیا تر څنګ زرنګیان (زنجیان) پراته دي؛ خو آریایان د زرنګیانو څنګ ته شمال او لوېدیځ پلو ته موقعيت لري، چې د هغوی د هېواد تقریباً يوه کوچنۍ برخه يې نیولې ده.[۳]  

په دې توګه دا سیمه د اراکوزیا شمال پلو ته ده، چې د هندوکش او پامیر غرونو په لور غزېدلې او په ختیځ کې د اندوس سیند سره پوله لري. په دې سیمه کې په عمده توګه د کابل سیمه، ګندهارا او شمالي سیمې لکه سوات او چترال ګډون درلود. [۱۵]

هغه قومونه چې پاروپامیز تشکیلوي داسي ثبت شوي: کابلتای (Cabolitae (Καβολῖται)) چې د معاصر کابل شمال ته نږدې و؛ پارسي (Parsii (Πάρσιοι)) شمال لوېديځ لور ته، امبوتای (Ambautae (Ἀμβαῦται)) ځتیځ لور ته او پاریتای (Par(g)yetae (Παρ(γ)υῆται)) سوېل لور ته چې په اراکوزیا کې لیدل کېدل. د دې خاروې لوی ښارونه اورتوسپانا (Ortospana (Ὀρτοσπάνα)) یا کارورا (Carura (Κάρουρα)) ښارونه دي چې ښایي اوسنی کابل وي، ګازاکا (Gauzaca (Γαύζακα)) چې ښایي اوسنی غزنی وي، کاپیسا (Capissa (Καπίσσα)) اوسنۍ کاپیسا، او پارسیا (Parsia (Παρσία)) چې د پارسي پلازمېنه وه. [۱۶]

تاریچه

[سمول]

په لرغونو بودايي لیکنو کې، د کمبوجا مهاجناپادا سلطنت د پاروپامیسوس له سیمو را منځ ته شوی و او د کشمیر د سوېل لوېدیځ په لور  تر راجاوري پورې غزیدلی و. له میلاد نه مخکې د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې دا سیمه  د هخامنشیانو تر کنټرول لاندې راغله، چې یا د لوی سایروس یا د لومړي داريوش د واکمنۍ پرمهال وه.

له میلاد نه مخکې په ۳۲۰ کلونو کې، لوی سکندر د هخامنشیانو ټوله سترواکي تر واک لاندې راوسته چې د هیلینیستي دورې پیل دی. یوناني نوم Παροπαμισάδαι یا Παροπαμισσός په پراخه کچه په یوناني لیکنو کې کارول شوی  چي له  ميلاد نه مخکې     د دریمې څخه تر لومړۍ پېړیو پورې د سکندر او د یوناني باختر سلطنت پاچاهانو او هندو-یوناني پاچاهانو فتوحات په ګوته کوي.

له میلاد نه مخکې په ۳۲۳ کال کې د سکندر له مړینې وروسته، دا سیمه د سلوکي سترواکۍ تر واک لاندې راغله، چې له میلاد نه مخکې په ۳۰۵ کې یې د هند موریان سلطنت ته پرېښوده. له میلاد نه مخکې په ۱۸۵ کال کې د موریانو له رانسکورېدو وروسته ، د پاچا لوموړي دیمیتریوس تر واکمني لاندې یوناني - باختریانو د پاروپامیسوس په ګډون د پخوانۍ موریان سترواکۍ شمال لوېدیځي سیمې ضمیمه کړې او دا سیمه د نوموړي د آیوتیدیمید کورنۍ د هندو – یوناني واکمنۍ برخه شوه. د لومړي مېناندر له مرګ لږ وروسته، آیوکراټيدیانو دا سیمه ونیوله ، خو شاوخوا ۱۲۵ کاله مخکې له میلاد نه یې یويچي واکمنۍ ته له لاسه ورکړه.

همدارنګه مراجعه وکړئ

[سمول]
  • هندو-یوناني سلطنت
  • یوناني-باختري سلطنت

سرچينې

[سمول]
  1. (Eggermont, Alexander's Campaigns in Sind and Baluchistan 1975، م. 176, 177): "One should, therefore, be careful to distinguish the limited geographical unit of Gandhāra from the political one bearing the same name."
  2. Perfrancesco Callieri, INDIA ii. Historical Geography, Encyclopaedia Iranica, 15 December 2004.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Eggermont, Alexander's Campaigns in Sind and Baluchistan 1975، مم. 175–176.
  4. Eggermont, Alexander's Campaigns in Sind and Baluchistan 1975، م. 175.
  5. Short, Charles; et al. (1879), "Paropamisus or Paropanisus", A Latin Dictionary, Oxford: Clarendon Press.
  6. Eggermont, Alexander's Campaigns in Sind and Baluchistan 1975، م. 176.
  7. Mela, De Situ Orbis, Bk. I, Ch. 15, §2.
  8. Plin., Nat. Hist., Bk. VI, Ch. 17, §20.
  9. Strabo, Geog., Bk. XV, p. 689.
  10. Ptol., Geog., Bk. VI, Ch. 11, §17.
  11. Versions of Ptolemy's 9th regional map of Asia at Wikicommons.
  12. Arrian, Anab., Bk. V, Ch. 4, §5.
  13. Short, Charles; et al. (1879), "Paropamisus or Paropanisus", A Latin Dictionary, Oxford: Clarendon Press.
  14. Short, Charles; et al. (1879), "Paropamisus or Paropanisus", A Latin Dictionary, Oxford: Clarendon Press.
  15. Eggermont, Alexander's Campaigns in Sind and Baluchistan 1975، مم. 175–183.
  16. Sir William Smith, A Dictionary of Greek and Roman Geography: Iabadius-Zymethus (J. Murray, 1873) p 553.