Jump to content

مايکل جېکسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مايکل جېکسن
Michael Jackson (انګليسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Gary (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۹ اگسټ ۱۹۵۸[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۵ جون ۲۰۰۹[۴][۵][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
استوګنځی
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
  لړۍ...
Sammy Davis Jr. (mul) ژباړلجېمز براونچارلس چاپلينFred Astaire (mul) ژباړل[۱۱]Diana Ross (mul) ژباړلSam Cooke (mul) ژباړلSly Stone (en) ژباړلJackie Wilson (mul) ژباړلMarcel Marceau (mul) ژباړلThe Beatles (mul) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
بلننوم
  • The King of Pop ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
  لړۍ...
arad fayazi (en) ژباړلJanet Jackson (mul) ژباړلLa Toya Jackson (mul) ژباړلجرمېن جېکسنMarlon Jackson (mul) ژباړلRandy Jackson (en) ژباړلJackie Jackson (en) ژباړلTito Jackson (mul) ژباړلBrandon Jackson (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
قومي ډلې
ژانر
  لړۍ...
ژانر
  لړۍ...
غړی د
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
لوړوالی
۱۷۵ سنتيمتر[۱۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې
  لړۍ...
نور مالومات
وېب‌پاڼه
michaeljackson.com (انګرېزي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مايکل جېکسن
مایکل

مايكل جكسن يا مايکل جوزېف جېکسن (۲۹ د اگسټ، ۱۹۵۸ ز. - ۲۵ د جون، ۲۰۰۹ ز) (په انگرېزي: Michael Jackson) يو نامتو امريكايي سندرغاړى او نڅاكوونكى و. دى د ټولو زمانو يو له ډېرو سترو سندرغاړو څخه گڼل كيږي . جېكسن د موسيقۍ په برخه كې د سترو برياوو په تر لاسه كولو سره د پاپ موسيقۍ د پاچا نوم گټلى دى . ده ځانگړې نه تكرارېدونكې بڼه درلوده ، چې هغه دده د شاپو توره خولۍ او پر ښي لاس سپين لاس ماغو وو . جكسن ۱۳ جايزې گټلې وې . نوموړي له کوچينوالي څخه د موسيقي په برخه کې له خپلو وروڼو سره يوځای د جکسن فايو په هنري ډله کې کار پيل کړی و. ده په اتيايمه زېږدي لسيزه کې د((ټريلر)) او ((بد)) په نوم سندرو له ويلو وروسته نړيوال شهرت وموند. دگينز په نوم دنړيوالو ريکارډونو د کتاب د راپور له مخې د مايکل جکسن دټريلر البوم چې په ۱۹۸۲ ز كال کې بازار ته راووت ۶۵ ميليونه کاپي وپلورل شو چې په نړۍ کې د موسيقي تر ټولو ډېر پلورل شوی البوم بلل کېږي . مايکل جکسن په تېرو کلونو کې د اخلاقي جنجالونواو مالي ستونزو له امله گوښه شوی و . نوموړی له مړينې نه شپږ کاله مخکې د يوه ۱۴ کلن ماشوم د جنسي ځورونې په تور بندي شو خو تر يوې پنځه مياشتنۍ جنجالي محاکمې وروسته محکمې هغه بې گناه وباله . مايکل جکسن د مايکل جوزف ، پاريس مايکل کاترين او پرينس مايکل دويم په نوم درې اولادونه درلودل .

د مايكل جكسن مړينه

د پاپ موسيقۍ نامتو ستوری مايکل جکسن د ۲۰۰۹ ز كال د جون په ۲۵ مه د پنجشنبې په ورځ د پنځوسو کلونو په عمر د امريکا د متحده ايالتونو په لاس انجلس کې ومړ . د ښاغلي جکسن ورور جرامين وايي ، داسې ښکاري چې مايکل جکسن به د زړه د ناروغۍ له امله مړ شوی وي . د هغه جسد له روغتون څخه په چورلکه کې عدلي طب ته د څېړنو لپاره وړل شوی وو . د ښاغلي جکسن د مړينې خبر له هغه وروسته خپور شو ، چې په هاليووډ کې له خپل کور څخه د مرستندويو ځواکونو له لوري د زړه د درېدو له امله يوه روغتون ته ورسول شو . د لاس انجلس ټايم ورځپانې په خپله وېبپاڼه کې راپور ورکړی وو ، چې د ښاغلي جکسن کور ته د مرستې د مامورينو د ورتگ پر مهال د جکسن ساه (تنفس) درېدلی وه . دا مهال د پاپ موسيقۍ ددغه نامتو ستوري مينه وال د روغتون او د ښاغلي جکسن د کور شاوخوا ته راغونډ شوي ول . مايکل جکسن يو شمېر روغتيايي ستونزې درلودې او تر درملنه لاندې و.

د مايكل جكسن سپين لاس ماغو

د پاپ موسيقۍ نامتو ستوري مايکل جکسن يو اوبدل شوی لاس ماغو د تېرې شنبې په ورځ ( د ۲۰۰۹ ز كال نوامبر ) په نيويارک کې په ٣٥٠ زره ډالرو وپلورل شو . مايکل جکسن خپل دا لاس ماغو د لومړي ځل لپاره په ١٩٨٣ کال د هغه د مشهورې سندرې (مون واک) ويلو پرمهال په لاس کړی و . پر دې سربېره د مايکل جکسن ٧٠ نور شخصي توکي هم په ډېره لوړه بيه پلورل شوي . د نوموړي هغه کورتۍ چې ١٩٨٩ کال کې يې د Bad سندريز البوم خپراوي پرمهال اغوستې وه په ٢٢٥ زره ډالره او خولۍ يې په ٢٢ زره ډالرو وپلورل شوې . د نوموړي شخصي توکو ته د تېرې شنبې په ورځ په نيويارک ښار کې يو کوچنی نندارتون او د خرڅلاو ځای جوړ شوی و، چې گڼ شمېر مينه وال يې نندارې ته ورغلي ول . د ده د شخصي توکو وړاندې کوونکی دارين جولين وايي د ده تر ټولو ارزښتناکه شخصي توکی همدا لاس ماغو و، چې د (سپوږمۍ پر سر کدم وهل) سندرې پر مهال يې په لاس کړی و . جوليان وايي د جکسن شخصي توکو بيې د الوېس برېسلي او مارلين مونرو د شخصي توکو تر بيو ډېرې لوړې وې . د مايکل جکسن دا لاس ماغو د هانگ کانگ يوه سوداگر (هافمن ما) راونيوه، چې ټاکل شوې ده، د چين ماکاو ټاپو په يوه هوټل کې به يې نندارې ته وړاندې کړي .

اخځونه

  1. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w64467gw. Subject named as: Michael Jackson. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. سرليک: Jackson, Michael, 1958-2009. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  3. ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 38746353. Subject named as: Michael Jackson. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. سرليک: Michael Jackson. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "Michael Jackson Artist Biography by Steve Huey". AllMusic. بياځلي په ۱۴ جولای ۲۰۱۵. on the afternoon of June 25, 2009, he was found unresponsive at his home. Jackson was rushed to the UCLA Medical Center, where he was pronounced dead at the age of 50. His death was later ruled a homicide, the result of ingesting a lethal amount of prescription drugs.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118711083. بياځلي سمون: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 12088047p. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  7. سرچينې تړی: http://www.timesonline.co.uk/tol/news/world/us_and_americas/article6808546.ece.
  8. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  9. سرچينې تړی: https://www.europe1.fr/culture/exclusif-voici-lemplacement-exact-du-tombeau-de-michael-jackson-3906414.
  10. CONOR.SI ID: 60055907. ويل شوي په: CONOR.SI.
  11. سرچينې تړی: https://www.nytimes.com/1988/06/05/books/summer-reading-firing-your-father-isn-t-easy.html.
  12. "The Fine Art Archive". بياځلي په ۱ اپرېل ۲۰۲۱.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  13. Behind The Voice Actors person ID: Michael-Jackson. بياځلي سمون: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۱.
  14. ويل شوي په: BlackPast.org. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ويل شوي په: Montreux Jazz Festival Database. بياځلي سمون: ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۰.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ "انټرنیټ فلم ډیټابیس" (in انګرېزي ژبه).{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  17. Rock and Roll Hall of Fame ID: michael-jackson.
  18. سرچينې تړی: https://www.premiere.fr/Cinema/Michael-Jackson-et-ses-amis. بياځلي سمون: ۲ جولای ۲۰۲۲.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ ۱۹٫۳ ويل شوي په: گرمي جایزه. Grammy Awards artist ID: michael-jackson/13202.