لوئیس کارول
لوئیس کارول | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۲۷ جنوري ۱۸۳۲[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸] |
مړینه | 14 جنوري 1898 (66 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸] |
د مړینې لامل | سینه بغل [۲۹] |
استوګنځای | انګلېنډ |
تابعیت | د برېتانيا او ايرلينډ متحده پاچايي [۱۳] |
روغتيايي څرنګوالی | میګرین |
عملي ژوند | |
تعلیم | اکسفورډ پوهنتون |
کار/مسلک | عکاس [۳۰][۲۷]، شاعر [۳۱]، ډيکون ، ليکوال [۲۶][۲۷][۳۲]، فیلسوف |
کاروونکي ژبه | انګرېزي ژبه [۳۳][۲۸] |
د کړنې څانګه | ليکوال |
کار ورکوونکی | اکسفورډ پوهنتون |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
چارلز لاتویج ډاجسون ( د ۱۸۳۲ کال د جنوري له ۲۷ – د ۱۸۹۸ کال د جنوري تر ۱۴) چې په خپل مستعار نوم، لوئیس کارول سره ډېر مشهور دی، یو انګلیسي لیکوال، شاعر او ریاضي پوه ؤ. د هغه زیات د پام وړ آثار د عجایبو په خاوره کې د الیس سرګذشتونه (Alice's Adventures in Wonderland) (۱۸۶۵) او دوام یې د هندارې هاخوا (Through the Looking-Glass) (۱۹۷۱) دي. هغه د کلمو په لوبه، منطق او په فانتزي کې د خپل وړتیا له کبله د پام وړ وګرځېد. د هغه شعرونه جابرووکي (Jabberwocky) (۱۸۷۱) او د خیالي حیوان ښکار (The Hunting of the Snark ) (۱۸۷۶) د چټي ادبياتو په ډولونو کې راځي.
کارول د لویې کلیسا انګلیکانو له کورنۍ څخه ؤ او د آکسفورد د کریسټ کلیسا سره چې عالم او ښوونکي په توګه یې د خپل ژوند ډېره برخه په کې تېره کړه، اوږدې اړیکې رامنځته کړې. د کریسټ کلیسا د رئیس، هنري لیډیل لور الیس لیډیل د (الیس د عجایبو په خاوره کې) کتاب اصلي الهام بلل کېږي، خو کارول تل له دې موضوع څخه انکار کاوه.
کارول چې یو ډېر لېوال معماګر ؤ، د کلمه ییز زینې معما یې رامنځته کړه (چې ده هغه وخت د " Doublets " په نوم بله)، چې د ۱۸۷۹ او ۱۸۸۱ کلونو ترمنځ په وینټي فیئر (Vanity Fair) مجله کې د هغه په اوونیزه ستن کې خپره شوه. په ۱۹۸۲ کال کې د ویسټ منسټر ابې په پایټز کارنر کې د کارول د یادښت ډبره څخه پرده پورته شوه. د نړۍ په ډېرو برخو کې داسې ټولنې شته چې د ده د آثارو څخه د خوند اخیستلو او د هغوی د دودې لپاره وقف شوې دي.[۳۴][۳۵]
لومړنی ژوند
[سمول]د ډاجسون کورنۍ اصلاً د شمال انګلیزه، محافظه کاره او د لویې کلیسا انګلیکن وه. د ده زیاتره نارینه نیکونه د پوځ سرتېري یا انګلیکن پادریان وو. د پلار نیکه یې، چارلز ډاجسون د کلیسا د رتبو له لارې وده وه او د آیرلنډ په کلیوالو سیمو کې د ایلفین سرپادري شو. پلرنی نيکه یې، یو بل چارلز، د پوځ مشر پاتې شوی او په ۱۸۰۳ کال کې په آيرلنډ کې په عملياتو کې ووژل شو، په دې وخت د هغه دوه زامن ډېر کوچني وو. د کوچنیانو مشر، بل چارلز ډاجسون د کارول پلار ؤ. هغه د ویسټ منسټر ښوونځۍ او بیا د آکسفورډ کریسټ کلیسا ته تله. هغه د کورنۍ بل دود ته واوښت او د پادری مقامونه یې ترلاسه کړل. هغه په ریاضي کې استعداد درلود او دوه ګونه لومړۍ درجه (double first degree) یې وګټه، چې کېدای شو د ځلانده علمي مسلک لپاره سریزه شي. د دې پرځای یې په ۱۸۳۰ کال کې د خپلې تره لور فرانسیس جین لوتویج سره واده وکړ او د لسوالۍ پادري شو. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]
ډاجسون د ۱۸۳۲ کال د جنورۍ په ۲۷ د چشایر د ډرزبوري کلي په آل سنټز ویکارج کې زیږېدلی، په هلکانو کې مشر او د ۱۱ ماشومانو دریم کس دی . کله چې ۱۱ کلن ؤ، پلار ته یې د یارکشایر په کرافټ-آن-ټیس کې ژوند ورکړ او ټوله کورنۍ یې د پادريایو لوی کور ته کډه شوه. دا ځای د راتلونکو ۲۵ کلونو لپاره د دوی کور پاتې شو. د چارلز پلار د انګلنډ د کلیسا یو فعال او ډېر محافظه کار روحاني ؤ، چې وروسته د ریچمونډ سرپادري مرستیال شو او ځان به یې ځینې وختونه په سختو دیني مباحثو کې چې کلیسا یې وېشله، ښکېل کاوه. هغه د لویې کلیسا ؤ، خو د انګلو - کاتولیکیزم یې غوره باله، د جان هنري نیومن او د تراکتوریانو غورځنګ ستایونکی ؤ او زیات هڅه یې وکړه ترڅو په خپلو ماشومانو کې دا ډول نظرونه القاء کړي. خو چارلز د خپل پلار د ارزښتونو او په ټوله کې د انګلنډ کلیسا سره دوه اړخیزه (ګنګه) اړیکه رامنځته کړه. [۴۱][۴۲][۴۳]
ډاجسون د خپلې ځوانۍ په لومړیو کې په کور کې تعلیم ترلاسه کړ. د "لوستنې لیستونه" یې چې د کورنۍ په آرشیف کې ساتل شوي، په ژر رسېدوکي عقل شاهدي ورکوي: هغه په اوه کلنۍ کې د زائر سفر (The Pilgrim's Progress.) په څېر کتابونه لوستل. ده د ژبې بندوالی درلود، چې اکثراً د ژوند په اوږدو کې یې د ټولنیز ژوند مخه نیوله او دا وضعیت یې زیاتره خویندو او وروڼو درلود. په دولس کلنۍ کې د شمالي یارکشیر په ریچمونډ کې ریچمونډ ګرامر ښوونځۍ (چې اوس د ریچمونډ ښوونځۍ یوه برخه وه) ته واستول شو. [۴۴]
ډاجسون په ۱۸۴۶ کال کې رګبي ښوونځۍ ته لاره ومونده، په دې ښوونځۍ کې ظاهراً ناخوښ ؤ، ځکه د دې ښوونځۍ له خوشې کولو څخه څو کاله وروسته یې ولیکل: "زه نه شم ویلای ... چې ځمکني عوامل به ما دې ته اړ کړي چې خپل درې کاله بیا تېر کړم ... زه صادقانه ویلای شم ... که زه په شپه کې د خپګان څخه خوندي وای، د ورځني ژوند سختۍ به واړه شیان وو چې ما زغملي وی. هغه ادعا ونه کړه چې له ځورونې سره مخ شوی، خو یادونه یې وکړه چې په رګبي کې کوچني هلکان د لویو ځورونکو اصلي موخې وې. د ډاجسون وراره، سټوارټ ډاجسون کولنګ ووډ لیکلي چې "که څه هم هغو کسانو ته چې هغه یې یوازې د نرم او متقاعد ښاغلي په توګه پېژانده، سخته ده چې په دې موضوع باور وکړي، خو دا رېښتیا ده چې د ښوونځۍ له پرېښودو څخه ډېر وخت وروسته، نوم یې د هغه هلک د نوم په څېر يادېد، چې ښه پوهېد د نېکې موخې په دفاع کې خپل سوکونه څنګه وکاروي"، چې دا د کوچنیو هلکانو څخه ساتنه ده. [۴۵][۴۶]
که څه هم علمي پلوه په ښکاره آسانۍ سره مخکې شو. د ریاضیاتو استاد آر. بي. مېیور څرګنده کړه، "له هغه وخت راهیسې چې زه رګبي ته راغلم، د هغه په عمر ما داسې هيله بښونکی هلک نه درلود". د فرانسیس واکینګیم د ښوونکي مرستیال؛ د حساب لنډیز (The Tutor's Assistant; Being a Compendium of Arithmetic)، د ریاضیاتو هغه درسي کتاب دی چې ځوان ډاجسون کاراوه او تر اوس پورې شته او په لاتین ژبه یو مننلیک په کې ؤ، چې ژباړه يې داسې ده: "دا کتاب د چارلز لوتویج ډاجسون پورې اړه لري: لاس مه وهئ!" په ځینو پاڼو کې ياداښتونه هم وو لکه دا یو چې په ۱۲۹ مخ کې موندل شوی، چې د یوې پوښتنې ترڅنګ یې لیکلي "په اعشاري کسرونو کې سمه پوښتنه نه ده". [۴۷][۴۸][۴۹]
هغه د ۱۸۴۹ کال په پای کې رګبي پرېښود او د ۱۸۵۰ کال په مې کې یې په آکسفورډ پوهنتون کې د خپل پلار په پخواني کالج، کریسټ چورچ کې د غړي په توګه نوم لیکنه کړه. په کالج کې د کوټو د برابرولو لپاره د انتظار وروسته، هغه د جنوري په 1851 کې خپل استوګنځي ته لاړ. هغه یوازې دوه ورځې په اکسفورډ کې و چې کور ته یې بلنه ورکړل شوه. د هغه مور د 47 کلنۍ په عمر کې د "دماغ التهاب" - شاید مننژیت یا سټروک - له امله مړه شوې وه. [۵۰][۵۱]
د هغه لومړنی علمي دوران د لوړې هیلې او سخت انحراف تر منځ تېر شو. ده تل سخت کار نه کاوه، خو استثنایي استعداد ورکړل شوی ؤ او لاسته راوړنې په آسانۍ ور په برخه شوې. په ۱۸۵۲ کال کې د ریاضیاتو په مودرېشن آزموینو (Moderations) کې د لومړۍ درجې ویاړونه ترلاسه کړل او ډیر ژر وروسته د خپل پلار مخکیني ملګري کانن اډوارډ پوسي له خوا تحصیلي بورس لپاره ونومول شو. په ۱۸۵۴ کال کې، هغه د ریاضیاتو د وروستي ویاړونو ښوونځۍ کې د لومړي درجې ویاړونه ترلاسه کړل، په لیست کې لومړی ؤ، له همدې کبله لیسانس فارغ شو. دی په کریسټ کلیسا کې پاتې شو په زده کړو او تدریس بوخت شو، خو راتلونکی کال د سکلرشیپ په یوه مهمه آزموینه کې له دې امله ناکام شو چې د زده کړې لپاره یې له ځانه کټه نه وه اخیستې او په دې ناوړتیا باندې یې اعتراف وکړ. که څه هم د ریاضي پوه په توګه د هغه استعداد په ۱۸۵۵ کال کې د کریسټ چرچ د ریاضي وینا کونې مقام ور په برخه کړ، چې تر راتلونکو ۲۶ کلونو پورې ور سره ؤ. ډاجسون د لومړنۍ ناخوښۍ سره سره تر خپلې مړینې پورې په کریسټ کلیسا کې د کریسټ کلیسا د کتابتون د فرعي کتابدار په ګډون په بېلابېلو مقامونو کې پاتې شو، د کتابدارۍ دفتر یې ریاست ته نږدې ؤ، چېرې چې الیس لیډیل اوسېده. [۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹][۶۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 11851928X — خپرېدونېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118859183 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118859183 — خپرېدونېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پنځوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/23435 — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B2235769 — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Oxford University Press — ISBN 978-0-19-977378-7
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Lewis-Carroll — subject named as: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6w66j70 — subject named as: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa7467/lewis-carroll — subject named as: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Itaú Cultural — خپروونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/2213 — subject named as: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?3059 — subject named as: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ subject named as: Lewis Carroll — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Carroll,_Lewis — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ subject named as: Lewis Carroll — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Carroll,_Lewis — http://web.archive.org/web/20170324033915/http://jeugdliteratuur.org/auteurs/lewis-carroll — خونديځ اصل Invalid
<ref>
tag; name "0abf964d150293666a2af2956035101564658404" defined multiple times with different content - ↑ ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ subject named as: Lewis Carroll — Luminous-Lint ID: https://www.luminous-lint.com/phoenix.php/photographers/single/Lewis__Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-51377 — subject named as: Lewis CARROLL — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-21178-BD-.html — subject named as: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/carroll-lewis — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ subject named as: Lewis Carroll — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF10865
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ subject named as: Lewis Carroll — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپور کړی: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T014441
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0015398.xml — subject named as: Lewis Carroll — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- ↑ ۲۱٫۰ ۲۱٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lutwidgedodgsonc — subject named as: Lewis Carroll
- ↑ ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=charles+lutwidge;n=dodgson — subject named as: Charles Lutwidge Dodgson
- ↑ ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2763 — subject named as: Lewis Carroll — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3440 — subject named as: Lewis Carroll
- ↑ ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14609 — subject named as: Lewis Carroll — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ ۲۶٫۲ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/16071 — خپرېدونېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
- ↑ ۲۷٫۰ ۲۷٫۱ ۲۷٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/17681 — خپرېدونېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ ۲۸٫۰ ۲۸٫۱ ۲۸٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/17681 — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. Invalid
<ref>
tag; name "581a089c6475878a6bfd21a47766b29e2ecbcb78" defined multiple times with different content - ↑ Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/7749 — خپرېدونېټه: ۱۹ مې ۲۰۲۲ — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist. — خپروونکی: Oxford University Press
- ↑ Museum of Modern Art work ID: https://www.moma.org/collection/works/55958 — خپرېدونېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹
- ↑ Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/lewis-carroll — خپرېدونېټه: ۱۸ مې ۲۰۲۲
- ↑ د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/148835
- ↑ "Lewis Carroll Societies". Lewiscarrollsociety.org.uk. خوندي شوی له the original on 29 March 2016. بياځلي په 7 October 2020.
- ↑ Lewis Carroll Society of North America Inc. Archived 26 March 2022 at the Wayback Machine. Charity Navigator. Retrieved 7 October
- ↑ Clark, p. 10
- ↑ Collingwood, pp. 6–7
- ↑ Bakewell, Michael (1996). Lewis Carroll: A Biography. London: Heinemann. p. 2. ISBN 9780434045792.
- ↑ Collingwood, p. 8
- ↑ Cohen, pp. 30–35
- ↑ "Google map of Daresbury, UK". بياځلي په 22 October 2011.[مړه لينکونه]
- ↑ "Charles Lutwidge Dodgson". The MacTutor History of Mathematics archive. خوندي شوی له اصلي څخه په 5 July 2011. بياځلي په 8 March 2011.
- ↑ Cohen, pp. 200–202
- ↑ Cohen, p. 4
- ↑ Collingwood, pp. 30–31
- ↑ Woolf, Jenny (2010). The Mystery of Lewis Carroll: Discovering the Whimsical, Thoughtful, and Sometimes Lonely Man Who Created "Alice in Wonderland". New York: St. Martin's Press. pp. 24. ISBN 9780312612986.
- ↑ Collingwood, p. 29
- ↑ Carroll, Lewis (1995). Wakeling, Edward (ed.). Rediscovered Lewis Carroll Puzzles. New York City: Dover Publications. pp. 13. ISBN 0486288617.
- ↑ Lovett, Charlie (2005). Lewis Carroll Among His Books: A Descriptive Catalogue of the Private Library of Charles L. Dodgson. Jefferson, North Carolina: McFarland & Company, Inc., Publishers. p. 329. ISBN 0786421053.
- ↑ Clark, pp. 63–64
- ↑ Clark, pp. 64–65
- ↑ Collingwood, p. 52
- ↑ Clark, p. 74
- ↑ Collingwood, p. 57
- ↑ Wilson, p. 51
- ↑ Cohen, p. 51
- ↑ Clark, p. 79
- ↑ Flood, Raymond; Rice, Adrian; Wilson, Robin (2011). Mathematics in Victorian Britain. Oxfordshire, England: Oxford University Press. p. 41. ISBN 978-0-19-960139-4. OCLC 721931689.
- ↑ Cohen, pp. 414–416
- ↑ Leach, Ch. 2.
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- 1898ز مړينې
- 14 جنوري مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- د وفات کيدو سببونه د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P551
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1050
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ويونکي ژبې د ويکيډاټا څخه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P108
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P935
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- هغه پاڼي چي د جېسن کنفیګرېشن غزونکې اله کاروي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ټول هغه مخونه چی مړه لينکونه لري
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره