Jump to content

شتمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شتمني د ارزښتناکو مالي پانګو يا فزيکي ملکيتونو ډېرښت دی، چې د راکړې ورکړې وړ بڼې ته بدلېدلی شي. دا لکه څرنګه چې د رامنځته کېدونکې پخواني انګليسي ويي (weal) کې په پام کې نيول شوی دی، مرکزي معنا رانغاړي چې رېښه يې د هند و اروپايي ويې څخه ده. د شتمنۍ معاصر مفهوم د اقتصاد په ټولو برخو کې اغېزناکتوب دی او په روښانه ډول د ودې اقتصاد او پرمختګ اقتصاد لپاره تر اوسه د شتمنۍ معنا په خپلې برخې پورې تړلې ده. هغه شخص چې بنسټيز سوچه ثروت ولري، شتمن ورته وايي. سوچه شتمني يا ثروت د يوه شخص د پانګو د لږو پورونو د شته ارزښت په توګه راپېژندل شوی دی (د باور دلايلو کې د اصل په اېستلو سره).[۱][۲]

په تر ټولو عمومي کچه کې اقتصادپوهان کېدای شي، شتمني د هر ارزښت لرونکي څيز په توګه راوپېژني، چې د يادې نظريې موضوعي مزاج او هغه نظريه دواړه رانغاړي چې شتمني يو ثابت يا بې حرکته مفهوم نه دی. د شتمنۍ بېلابېلې پېژندنې او مفهومونه د بېلابېلو اشخاصو له لوري او په بېلابېلو برخو کې بيان شوې دي. د شتمنۍ ورپېژندل په راز راز اخلاقي لاسته راوړنو سره يو معياري يا قانوني پړاو اوسېدلی شي، ځکه چې ډېری وختونه د شتمنۍ ډېرښت د يوې موخې په توګه په نظر کې نيول کېږي يا دا چې فکر کېږي، شتمني په خپله يو معياري اصل دی. هغه ټولنه، سيمه يا هېواد چې د عامه ښه والي په ګټه دا ډول پرېمانه ملکيتونه يا سرچينې لري، د شتمنې ټولنې، سيمې يا هېواد په توګه پېژندل کېږي. [۳][۴][۵]

د شامل شتمنۍ (inclusive wealth) په اړه ملګرو ملتونو پېژندنه هغه پولي اندازه يا معيار دی، چې د طبيعي، انساني او فزيکي پانګو ټول ټال رانغاړي. په طبيعي پانګه کې ځمکه، ځنګلونه، د انرژي سرچينې او منرالونه شاملېږي. انساني پانګه د وګړو زده کړې او مهارتونه دي. فزيکي يا جوړې شوې پانګې، لکه: د ماشين الاتو، ودانيو او بنسټونو ته ورته شيانو ته وايي. [۶][۷]

تاريخچه

[سمول]

Adam Smith د ملتونو شتمني په نوم کتاب په ليکلو سره په خپل لومړني کار کې شتمني «د ځمکې او د ټولنې د کارکوونکي لاسي توليدول» په توګه تشرېح کړه. دا «توليدول» په خپلې تر ټولو ساده بڼه کې دي، چې د انساني هوساينې اړتياوې او غوښتنې پوره کوي.

په عمومي کارونه کې شتمني د شيانو د اقتصادي ارزښت د يوې پرېمانۍ يا د دې ډول شيانو د اداره کولو يا لرلو حالت په توګه روښانه کېدلی شي، چې په عادي ډول د پيسو، ريښتيني شتو يا دولت او شخصي شتمنۍ په بڼه وي. هغه شخص چې شتمن، موړ يا بډای په پام کې نيول کېږي، هغه څوک دی چې د نورو په پرتله په خپله ټولنه يا ورګرځېدونکې ډله کې متراکمه (راټوله کړې) بنسټيزه شتمني لري. [۸]

کله چې د خپلو پانګو له ارزښت څخه د وخت په يو مهال کې اخيستل شوي پورونه منفي کړل شي، په اقتصاد کې ورته شتمني وايي. شتمني په درېيو سترو ډولونو باندې ډلبندي کېدلی شي: لومړی د کورونو او موټرانو په ګډون شخصي شتمني، دويم پولي پس انداز لکه د تېر عايد تراکم يا راټولېدنه او درېيم د ګټې يا عايد توليدونکو پانګو بنسټيزه شتمني، لکه : ريښتينې شتمني، ونډې، اسهام او سوداګرۍ. دا ټول تشرېحات شتمني د ټولنيزې ډلبندۍ په ځانګړي ډول يوه اړينه برخه جوړوي. شتمني د بېکارۍ يا نورو بېړنيو پېښو کې د يو شخص د ژوند کولو معيار کې د نا اټکل شوي کمښت پر واندې د شخصي خونديتوب يو ډول برابروي او د کور لرلو، سوداګرۍ لرلو يا ان زده کړو ته بدلون کولی شي. [۹]

شتمني په عرضه يا چمتو کولو کې د محدودو شيانو د يوې ټولګې په توګه هم راپېژندل شوې ده، چې د لېږد وړ ده او د انساني هيلو په خوښولو کې ګټوره ده. کمښت د شتمنۍ لپاره يو بنسټيز عامل دی. کله چې د تمې يا ارزښت وړ يو جنس (د لېږد وړ توکی يا مهارت) په پراخه ډول هر چا ته د لاسرسي وړ وي، نو د جنس څښتن به د شتمنۍ لپاره هيڅ ځواک ونه لري. کله چې يو د غوښتنې او ارزښت وړ يو جنس په لږه عرضه کې وي، نو د جنس مالک به د شتمنۍ ستر ځواک ولري.

شتمني د سرچينو (سوچه پانګې ارزښت) يو څه راټولېدنې ته وايي، که پرېمانه وي او که نه. مړښت د دې ډول سرچينو (عايد يا بهير) پرېمانۍ ته وايي. يو شتمن شخص، ټولنه يا ملت پر همدې بنسټ د بېوزله په پرتله زياتې متراکمې سرچينې (پانګه) لري. د شتمنۍ خلاف غريبي ده او د مړښت خلاف نيستي ده.

ياده اصطلاح، له هغو شيانو سره په اړيکه کې د مالکيت رامنځته کولو او ساتلو لپاره يو ټولنيز تړون پلی کوي، چې د څښتن يا مالک په برخه کې په لږې يا هيڅ هڅې او لګښت سره مرستندويه کېدلی شي. د شتمنۍ مفهوم اړوند دی او نه يوازې د ټولنو تر منځ توپير کوي، مګر په ورته ټولنه کې د بېلابېلو برخو او سيمو تر منځ هم توپير کوي. د متحده ايالتونو په زياتره برخو کې د ۱۰۰۰۰ امريکايي ډالرو سوچه شخصي پانګه به جوته ده چې شخص د هغې ځای د تر ټولو شتمنو وګړو په ليکه کې کې ځای نه کړي. که څه هم دا اندازه به په غريبو مخ پر وده هېوادونو کې د شتمنۍ غير عادي اندازه جوړه کړي.

د شتمنۍ مفهوم د وخت له مخې هم توپير کوي. د ستونزمن پس اندازمعاصر نوښتونه او د پوهو پرمختګ په معاصرو ټولنو کې ان د تر ټولو غريبو خلکو لپاره د ژوند کولو معيار ته په پراخ ډول وده ورکړې ده. د وخت له مخې دا پرتليزه شتمني د راتلونکي په اړه هم د پلي کولو وړ ده. د انساني پرمختګ دې ورکړل شوی ميلان سره شوني ده، چې د ژوند کولو هغه معيار چې نن ورځ يې تر ټولو شتمن خلک خوند اخلي، د راتلونکو نسلونو له لورې به د بې ځواکه شوې په توګه په پام کې ونيول شي.

صنعتي کېدنې د تيکنالوژۍ پر ونډه باندې ټينګار وکړ. زياتې دندې خپل چارې وې. ماشينونو د ځينو کارکوونکو ځای ونيو، په داسې حال کې چې ځيني نور کارکوونکي يو څه زيات تخصصي شول. د کارکوونکو تخصص د اقتصادي بريا لپاره ګواښوونکی شو. که څه هم فزيکي پانګه، لکه څرنګه چې وپېژندل شوه، د طبيعي او بنسټيزو پانګو په لرلو سره د شتمنۍ د شننې د تمرکز ټکی شو.

Adam Smith د شتمنۍ رامنځته کېدنې ته په داسې يوه لاره د توکو، کارکوونکو، ځمکې او ټيکنالوژي د ترکيب په توګه وکتل، چې يوه ګټه تر لاسه کړي (د توليد له بيې څخه پورته). د David Richardo، John Locke او John Stuart Mill نظرياتو په ۱۸ او ۱۹ پېړيو کې د شتمنۍ په اړه د هغو نظرياتو بنسټ کېښود، چې موږ يې نن ورځ کلاسيک يا لرغونی اقتصاد بولو. [۱۰]

مارکسیستي اقتصاد په Grundrisse کې مادي او انساني شتمني سره بېلوي، چې انساني شتمني «په انساني اړيکه کې شتمنۍ» په توګه راپېژني او ځمکه او کارکوونکی په کې د ټولې مادي شتمنۍ سرچينې وې. د المان کلتوري تاريخپوه Silvio Vietta شتمني او بېوزلي له هوښيارۍ سره پيوستوي. د عقلي پوهو په پرمختګ کې د مخکښ دريخ يا مقام لرل په نوې ټيکنالوژيو او اقتصادي توليد کې شتمنۍ ته لاره هواروي، په داسې حال کې چې سرچپه يې په بې وزلې پورې تړلی دی. [۱۱][۱۲]

د شتمنۍ پيدايښت

[سمول]

د بېليونونو پانګې څښتنان، لکه: Bill Gates، Jeff Bezos، Warren Buffett، Elon Musk، Charlie Munger او نور د شتمنۍ پيدايښت راتلونکوې اصول وړاندې کوي: [۱۳]

  1. پوهه او د پوهې کړنلاره يا مېتود.[۱۴][۱۵]
  2. اقتصاد او د ټول عمر پرله پسې زده کړه.[۱۶]
  3. لوستنه او زده کړه.[۱۷][۱۸]
  4. له شتمنو خلکو لکه بېليونرانو او ميليونرانو څخه زده کول.[۱۹][۲۰]

په نړۍ کې د شتمنۍ کچه

[سمول]

په ۲۰۱۷ ز کې د کورڅښتنانو د شتمنۍ کچه تر ۲۸۰ ترېليون امريکايي ډالرو پورې وه. د نړيوالې شتمنې راپور د اتمې نسخې له مخې د ۲۰۱۷ ز کال په نيمايي کې ټوله نړيواله شتمني د 6.4% په اندازه لوړه شوه، چې دا له ۲۰۱۲ ز کال راهيسې تر ټولو چټک ګام و او د ۱۶،۷ ترېليون امريکايي ډالرو په تر لاسه کولو سره ۲۸۰ ترېليون امريکايي ډالرو ته ورسېده. دې د عدل بازارانو کې غير مالي پانګو کې د ورته راپورته کېدنو سره په پرتلنې پراخه لاسته راوړنې منعکس کړې، چې په دې کال کې له کړکېچ څخه د مخکې کال د ۲۰۰۷ ز کال کچې څخه پورته لاړ. د شتمنۍ ودې له ودې څخه هم مخکې تللې، نو د نړيواله منځنۍ شتمني د يو بالغ په نسبت تر ٪۴،۹ پورې وده وکړه او د يو رسېدلي ځوان [بالغ] لپاره د ۵۶۵۴۰ امريکايي ډالرو نوي لوړ ثبت ته ورسېده. Tim Harford استدلال کړی دی، چې يو کوچنی ماشوم په ترکيب شوې نړۍ کې د ۲ بيليون تر ټولو غريبو وګړو په پرتله ځکه زياته شتمني لري، چې کوچنی ماشوم هيڅ پور نه لري. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

تر ټولو شتمن ښارونه

[سمول]

په ۲۰۱۷ ز کال کې د نړۍ تر ټولو شتمن ۱۵ ښارونه:[۲۵]

شتمني ښار
۳ ترېليون امريکايي ډالر نيويارک ښار
۲،۷ ترېليون امريکايي ډالر لندن
۲،۵ ترېليون امريکايي ډالر توکيو
۲،۳ ترېليون امريکايي ډالر د سن فرانسسکو خليج سيمه
۲،۲ ترېليون امريکايي ډالر بيجنګ
۲ ترېليون امريکايي ډالر شانګهای
۱،۴ ترېليون امريکايي ډالر لاس انجلس
۱،۳ ترېليون امريکايي ډالر هانګ کانګ
۱ ترېليون امريکايي ډالر سډني
۱ ترېليون امريکايي ډالر سينګاپور
۰،۹۸ ترېليون امريکايي ډالر شيکاګو
۰،۹۴ ترېليون امريکايي ډالر ممبی
۰،۹۴ ترېليون امريکايي ډالر ټورانټو
۰،۹۱ ترېليون امريکايي ډالر فرانکفورت
۰،۸ ترېليون امريکايي ډالر پاريس

سرچينې

[سمول]
  1. "weal". The American Heritage Dictionary of the English Language (4th ed.). Houghton Mifflin Company. نه اخيستل شوی February 21, 2009.
  2. "The Millionaire Next Door". movies2.nytimes.com. نه اخيستل شوی September 27, 2018.
  3. Denis "Authentic Development: Is it Sustainable?", pp. 189–205 in Building Sustainable Societies, Dennis Pirages, ed., M.E. Sharpe, ISBN 1-56324-738-0, 978-1-56324-738-5. (1996)
  4. Kronman, Anthony T. (March 1980). "Wealth Maximization as a Normative Principle". The Journal of Legal Studies. 9 (2): 227–42. doi:10.1086/467637. S2CID 153759163.
  5. Robert L. Heilbroner, 1987 2008. The New Palgrave: A Dictionary of Economics, v. 4, pp. 880–83. Brief preview link.
  6. "Free exchange: The real wealth of nations". The Economist. June 30, 2012. نه اخيستل شوی July 14, 2012.
  7. "Inclusive Wealth Report". Ihdp.unu.edu. IHDP. July 9, 2012. Archived from the original on June 30, 2012. نه اخيستل شوی July 14, 2012.
  8. "Net worth of wwe superstars". Archived from the original on August 27, 2017. نه اخيستل شوی August 27, 2017. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  9. "How Wealth is Created". World Book Encyclopedia 15. (1949). The Grolier Society. 
  10. Smith, Adam. An Inquiry into the Nature and Causes of the Wealth of Nations
  11. Vietta, Silvio (2013). A Theory of Global Civilization: Rationality and the Irrational as the Driving Forces of History. Kindle Ebooks.
  12. Vietta, Silvio (2012). Rationalität. Eine Weltgeschichte. Europäische Kulturgeschichte und Globalisierung. Fink.
  13. "The World's Billionaires". Forbes (په انګليسي). نه اخيستل شوی April 8, 2017.
  14. * Archived at Ghostarchive and the Wayback Machine: caltech (October 25, 2016), Bill Gates Conversation with Caltech Students
  15. * Archived at Ghostarchive and the Wayback Machine: Y Combinator (August 16, 2016), Mark Zuckerberg : How to Build the Future
  16. * Fortune Magazine (October 31, 2013), Best Advice: Warren Buffett and Charlie Munger | Fortune, نه اخيستل شوی April 8, 2017
  17. * Shiao-Yen Wu (February 4, 2014), The Extraordinaire: Queen of Seattle Real Estate, Creative iTV, archived from the original on 2015-08-29
  18. * Archived at Ghostarchive and the Wayback Machine: Evan Carmichael (May 23, 2015), Warren Buffett's Top 10 Rules For Success (@WarrenBuffett)
  19. Archived at Ghostarchive and the Wayback Machine: The New York Times (November 30, 2017), Jay-Z and Dean Baquet, in Conversation
  20. "The World's Billionaires". Forbes.
  21. "Global Wealth Report." (October 18, 2018). Credit Suisse Research Institute. Credit-Suisse.com. Retrieved December 10, 2018.
  22. "Global wealth surges as China overtakes US to grab top spot: McKinsey report". The Straits Times. November 15, 2021.
  23. "Global Wealth Surges as China Overtakes U.S. to Grab Top Spot". Bloomberg. November 14, 2021.
  24. "China overtakes US as world's richest nation as global wealth surges". India Today. November 16, 2021.
  25. Dr. Amarendra Bhushan Dhiraj (February 12, 2018). "World's 15 Richest Cities In 2017: New York, London, And Tokyo, Tops List". CEO World Magazine.