داريفېناسين
ښکارېدونکې بڼه
داريفېناسين (په انگرېزي: Darifenacin) (سوداگريز نوم اېنابلېکس (Enablex) په امريکا او کاناډا کې، ايمسېلېکس (Emselex) په اروپا کې) د متيازڅک ناروغۍ په درملنه کې کارېږي. دا درمل د نووارټيس لخوا مارکېټ ته راوتل، خو په ۲۰۱۰ کال کې د دغه شرکت نه د خرڅولو حقوق واخيستل شول او وارنر چيلکوټ شرکت باندې په ۴۰۰ ميليونه ډالره وپلورل شول.
داريفېناسين د انټيکولينرجيک درملو د انټي موسکورينيک له ډلې شمېرل کېږي.