Jump to content

خاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خاد د افغانستان ډيموکراټيک جمهوري دولت اطلاعاتي سازمان وو، چې رسماً د ۱۳۵۷ کال د ثور انقلاب په لومړيو کې يعنې د نورمحمد ترکي په واکمنۍ کې رامېنځته شوی وو. د دې سازمان موخه د افغانستان په ګټه د اطلاعاتو ترلاسه کول وو، چې د هېواد دننه سربېره په بهرني هېوادونو کې يې هم غړي درلودل. د دې سازمان رامېنځته کولو څخه موخه د نورو هېوادونو استخباراتي ادارو سره سيالي وه، په ځانګړي ډول د isi استخباراتي سازمان.

خاد
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
هېواد

دا سازمان د سردار محمد داوود خان حکومت له ړنګېدو وروسته د نورمحمد ترکي په حکومت کې رامېنځته شو، چې تګلاره يې استخباراتي نفوذ وو، خو وروسته د ډاکټر نجيب الله احمدزي حکومت په دوران کې د دې سازمان نوم د ملي امنيت رياست ته بدل شو او ډېر بدلونونه پکې راغلل، په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې د ډاکټر نجيب الله احمدزي حکومت له ړنګېدو وروسته د جنګسالارانو او طالبانو په راتګ سره دا سازمان په بشپړه توګه له مېنځه لاړ.

تاريخ

د ثور انقلاب په ترڅ کې د افغانستان جمهوري حکومت چې سردار محمد داوود خان يې مشري کول د خلق ډيموکراتيک ګوند پلويانو لخوا له مېنځه لاړ او دا هېواد رسماً د افغانستان ډيموکراټيک جمهوريت ته بدل شو، چې نورمحمد تره‌کي د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه.

د حکومت په پیل کې د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېر اساسي بدلونونه او پروګرامونه په کار واچول شول، د ښارجوړونې څخه نیولې بيا تر پوځ او استخباراتو پورې. ډيموکراټيک] حکومت غوښتل چې افغانستان هم د Cia او isi په څېر يو ځواکمن او ځیرک استخباراتي سازمان ولري ترڅو سيمه د هېواد په ګټه کنټرول کړي.

نو د "خاد" اطلاعاتي سازمان يې رامېنځته کړ چې په لومړي سر کې يې پراخ فعاليتونه ترسره کول. د دې سازمان موخه په هره برخه کې د افغانستان په ګټه اطلاعات ترلاسه کول او کنټرول ساتل وو، چې د هېواد دننه سربېره په بهرني هېوادونو کې يې هم غړي درلودل او افغانستان ته يې اطلاعات رالېږل.

د خلقيانو خپلمنځي اختلافاتو سره د دې سازمان فعاليت د وخت په تېرېدو په دې مېنځ کې څه ناڅه کمزوری شو، کله چې حفيظ الله امين پر نورمحمد ترکي کودتاه وکړه او حکومت يې تر خپلې مشرۍ لاندې راوست دا سازمان پرخپل ځای وو او فعاليتونه يې هماغسې جاري وه، خو بياهم ډېره پاملرنه ورته نکېدل، کله چې په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې ببرک کارمل د روسانو په مرسته پر حفيظ الله امين کودتاه وکړه نو دې سازمان بېرته خپل فعاليتونه پیل کړل.

د ببرک کارمل ۷ کلنې واکمنۍ وروسته په ۱۹۸۶ زېږدیز کال کې کله چې د سرطان په ناروغۍ د اخته کېدو له امله يې واک ډاکټر نجيب احمدزي ته وسپاره، بېرته دې سازمان خپل فعاليتونه پیل کړل. د ډاکټر نجيب په حکومت کې په پراخه کچه دې سازمان ته پانګونه وشوه او ډېره پاملرنه ورته وشوه، خو بيا وروسته دا سازمان د افغانستان ملي امنيت سره ادغام شو او خپل فعاليتونه يې هماغه امنیت سره تړلي ادارې کې ترسره کول.

ډاکتر نجيب تر ۱۹۹۲ زېږدیز کال پورې د افغانستان ولسمشر پاتې شو په پای کې د جنګسالارانو لکه ګلبدين حکمتيار، برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود او طالبانو په جګړو کې دا حکومت کمزوری شو او ډاکټر نجيب د خپلمنځي سولې لپاره حاضر شو چې استعفاء ورکړي خو استعفاء سرچپه نتیجه ورکړل، افغانستان تجزیه شوه، په دوو ولايتونو (پنجشېر او بدخشان) کې برهان الدين رباني واکمن وو، په بلې خوا کې طالبان، د طالبانو له راتګ څه موده مخکې احمدشاه مسعود او ګلبدين حکمتیار د کابل ښار په مېنځ کې جګړه ګرمه کړې وه ترڅو واک ته ورسېږي خو په مېنځ کې عام خلک وژل کېدل، ښارونه نړېدل.

د ډاکټر نجيب احمدزي حکومت له ړنګېدو وروسته د خاد سازمان په بشپړه توګه له مېنځه لاړ چې بيا داسې استخباراتي سازمان په افغانستان کې رامېنځته شوی ندی او هڅه يې هم نده شوې.

تګلاره

خاد يوه څارګره او اطلاعاتي اداره وه چې موخه يې د معلوماتو ترلاسه کول او د افغانستان په ګټه د هېواد دننه او بهر سيمې څارنه وه. دې ادارې په څو څو ځله په داخل کې د طرحه شويو کودتا ګانو مخنیوی کړی.

خاد د افغانستان بهر د پاکستان په حکومت کې هم ډېر غړي درلودل چې د افغانستان په ګټه يې فعاليت کاوه او اطلاعات يې ورڅخه لاسته راوړل.

د هېواد په چارو اغېزه

ورته ليکنې

سرچينې