بونوبو
بونوبو | ||||||||||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|---|
ساينسي ډلبندۍ | ||||||||||||||
| ||||||||||||||
Pan paniscus شوارتز، ۱۹۲۹ | ||||||||||||||
اوسنی ځاي د بونوبو
|
بونوبو (/bəˈnoʊboʊ, ˈbɒnəboʊ/؛ پان پانیسکوس)، چې له تاریخي پلوه د ټیټکیو شامپانزو (ډېر لږ د ټیټو شامپانزو یا نریو شامپانزو) په نوم هم یادیږي، یوه د ورکېدو له خطر سره مخ لویه بیزو او یو له هغو دوو نوعو څخه ده چې د پان جینس جوړوي (بله د پان تروګوډیت عامې شامپانزې دي). په داسې حال کې چې بونوبوګانې نن ورځ د یوې بېلې ډلې توګه پېژندل کېږي، په لومړیو کې داسې انګېرل کېده چې د دغو دوو ډولونو تر منځ د فزیکي شباهت له امله دا د پان تروګلوډېټ فرعي ډول دی. د ډلبندۍ له پلوه د شامپانزې / بونوبوپانیا د ټبر فرعي غړي – چې په بشپړ ډول د پان جنس څخه رامنځته شوي- په ټولیز ډول د پانین په نوم یاديږي. [۲][۳][۴]
بونوبوګانې په نسبي ډول د اوږدې ملا، ګلابي شونډو، ډېر تیاره مخ، تر ځوانۍ پورې د یوې څړنۍ لکۍ او د سر په برخه کې د اوږدو او پرانیستو ويښتانو په لرلو له معمولې شامپانزو څخه بېلېږي. ځینې يې په انفرادي ډول د بدن په لاندینیو برخو کې نري او ړنګي ويښتان لري. بونوبو د مرکزي افریقا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د کانګو ډنډوکي په ۵۰۰۰۰۰ کلیومتره مربع (۱۹۰۰۰۰ مایل مربع) مساحت لرونکې سیمه کې موندل کېږي. دا نوعه د معمولي شامانزو لهخوا د وړاندې کړای شوي خوراکي رژیم په پرتله چې معمولاً هر څه خوړونکې دي او کوچنۍ بېزوګانې، غرڅې او شاهي هوسۍ ښکار کوي تر ډېره میوه خوړونکې ده. بونوبوګانې په لومړنیو او دویمو ځنګلونو لکه جبهيي ځنګلونو کې چې په فصلي ډول په اوبو کې ډوب شوي وي ژوند کوي. په سیمه کې د سیاسي بې ثباتۍ او په عمومي ډول د بونوګانو د ډار له امله په طبعي مېشتځایونو کې د دغې ډول د کتنې لپاره په نسبي توګه لږ ساحوي کار تر سره شوی. [۵]
په ۲۰۱۷ کال کې د جورج واشنګټن پوهنتون د څېړونکو لهخوا د خپرو شویو مطالعاتو پر بنسټ د پان جنس نیکونه شاوخوا ۸ میلیون کاله پخوا د انسان له نسل څخه بېل شوي دي. پر دې سربېره بونوګانې د معمولي شامپانزو له کرښې څخه شاوخوا ۲ میلیون کاله پخوا بېلې شوې دي. [۶][۷]
د معمولي شامپانزاګانو تر څنګ بونوبوګانې انسان ته تر ټولو نږدې موجودات دي چې له جوړښتي پلوه ورسره خپلوي لري. دا چې دا دواړه ډېرې ماهرې لامبو وهونکې نه دي، په احتمالي ډول د کانګو سیند طبعي جوړښت (شاوخوا ۱.۵ تر ۲ میلیون کاله پخوا) د دې دواړو د بېلوالي د او بونوبو نوعې د رامنځته کولو لامل شوی. بونوبوګانې د سیند په سویل کې ژوند کوي او په دې توګه له خپلو نیکونو څخه چې معمولي شامپانزاګانې دي او د سیند په شمالي برخه کې ژوند کوي بېلې شوې دي. د دوی د نفوس اړوند کره ارقام نهشته، خو د اټکل له مخې د ۲۹۵۰۰ او ۵۰۰۰۰ افرادو تر منځ دي. دا نوعه د IUCN (د طبیعت د ساتنې نړیواله ټولنه) په سور رنګه لېست کې د ورکېدو له خطر سره مخ ثبت شوې ده او تر ډېره د ژویو د مېشت ځایونو د تخریب له امله ګواښل کېږي، د ناقانونه سوداګریز ښکار تر څنګ د انساني نفوس وده او ځای پر ځای کېدل (همدارنګه پرلپسې مدني ناکرارۍ او کورنۍ سیاسي ښکېلتیاوې) تر ټولو مهم تهدید بلل کېږي. بونوبوګانې معمولاً په بند/اسارت کې ۴۰ کاله عمر کوي. په طبیعت کې د هغوی د عمر دوام نه دی معلوم، خو په یقني توګه ډېر لنډ دی. [۸][۹]
آرپوهنه/ایتمولوژي
[سمول]بونوبوګانې مخکې د «ټیټکیو شامپانزو» په توګه پېژندل کېدې، له دې سره سره چې د بونوبو د بدن اندازه له معمولي/ټیټو شامپانزو سره برابره وه. د «پیګمي» یا ټیټ قدو نوم په ۱۹۲۹ کال کې د الماني ژوپوهاند ارنېسټ شوارتز لهخوا ورکړل شو، هغه دا نوعه د بونوبو د یوې کوپړۍ پر بنست چې مخکې ناسمه لېبل کړای شوې وه ډلبندي کړه او د شامپانزو په پرتله يې د کوپړۍ کوچنيوالي ته اشاره وکړه. [۱۰]
د بونوبو نوم د لوموړي ځل لپاره په ۱۹۵۴ کال کې څرګند شو کله چې اتریشي ژوپوهاند اېډوارډ پل تراتز او الماني ژونپوه هاینز هک هغه د ټیټکیو شامپانزو لپاره د یوې نوې او عمومي اصطلاح په توګه وړاندیز کړه. داسې ګومان کېږي چې دا نوم په کانګو سیند کې د بار وړلو پر صندوق د بولووبو ښار له ناسم لیکدود څخه اخیستل شوی، دا هغه سیمه ده چې په ۱۹۲۰ کال کې د بونوبو لومړنۍ بېلګې ورڅخه راټولې شوې دي. [۱۱][۱۲]
ډلبندي
[سمول]بونوبو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۸ کال کې د آلماني اناتوميپوه ارنېسټ شوارټز له خوا د هغې کوپړي پر اساس چې د بلجیم ټروون په موزیم کې د ځوانې شامپانزې (پان تروګلوډېت) په توګه ډلبندي شوې وه، په رسمیت وپېژندل شوه. شوارتز خپلې پایلې په ۱۹۲۹ کال کې خپرې کړې او بونوبو يې د Pan satyrus paniscus شامپانزو د فرعي ډول په توګه ډلبندي کړه. په ۱۹۳۳ کال کې امریکايي اناتوميپوه هارولډ کولیج د نوعې تر حالته لوړه کړه. د بونوبو او شامپانزو تر منځ پر عامو چلندي توپیرونو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د ټاټزو هک لهخوا تفصیلي بحث وشو. امریکايي پرایماتپوه او ارواپوه رابرټ یرکس پرته له دې چې له معمولي شامپانزو سره د هغوی د ډلبندۍ د توپیر په اړه معلومات ولري له مخکې يې له تمې خلاف چلندیزو توپیرونو په ۱۹۲۰مه لسیزه کې پام ځانته ورګرځولی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
بونوبو او شامپانزې دوه هغه نوعې/ډولونه دي چې د پان جنس جوړوي او د انسانانو (هومو ساپینس/ناطق انسان) تر ټولو نږدي ژوندي خپلوان دي. [۱۸][۱۹]
په ۲۰۱۷ کال کې د جورج واشنګټن پوهنتون د څېړونکو له خوا د خپرو شویو څېړنو پر اساس بونوبو له شامپانزو سره یو ځای ۸ میلیون کاله پخوا د انسان له نسل څخه بېلې شوې دي. پر دې سربېره بونوګانې د معمولي شامپانزو له کرښې څخه شاوخوا ۲ میلیون کاله پخوا بېلې شوې دي. [۲۰][۲۱]
په هر حال د پان هومو د اصلي مشترک نیکه کره نېټه بحث پاروونکې ده. خو د DNA مقایسه تر لرې کېدو وروسته شاوخوا ۴ میلیون کاله مخکې د پان او هومو ډلو د نیکونو تر منځ د تصادفي داخلي نسلګيرۍ وړاندیز کوي. د دغې دواړو نفوسونو د بېلوالي له مخې د DNA شواهد ښيي چې بونوبو او معمولي شامپانزو ډولونه تقریباً ۸۹۰۰۰۰ تر ۸۶۰۰۰۰ کلونه مخکې په احتمالي ډول د تودو ځنګلي دښتو د پراختیا او اسیديتوب له امله په همدې وخت کې له یو بل څخه بېل شوي دي. اوس مهال دغه دواړه ډولونه د کانګو د سیند په واسطه چې د بېلوالي له زمانې څخه له ډېر مخکې مهال څخه موجود و له یو بل څخه بېل شوي دي، که څه هم اجدادي پان ښايي له هغو دالانونو څخه په ګټې اخیستنې چې اوس نهشته د سیند په ټولو برخو کې خورا وي. د پان لومړني پاتېشونې په ۲۰۰۵ کال کې د منځني [1]پلیستوسن (د شامپانزو او بونوبوګانو تر بېلوالي وروسته) په کینیا کې د انسان له لومړنیو فسیلونو سره یوځای ترلاسه شوي.[۲۲][۲۳][۲۴]
د A. Zihlman په وینا د بونوبو د بدن تناسبات ډېر زیات استرالوپیتکوس (د اوسنیو انسانانو اجداد) ته ورته دي. د استرالیايي تکاملي ژونپوه ګړي کلارک او ماسیج هنبړګ په وینا، د انسانانو نیکونه بونوبو ته له ورته پړاو څخه تېر شوي چې د تريخ چلند کموالی او اناتومیکي بدلونونه پهکې شاملېږي لکه په ارديکپي رامېډ (د انسانانو ورک شوی ډول) کې. [۲۵][۲۶][۲۷]
د بونوبو د جینوم د پرلپسېوالې او راټوليدنې په اړه لومړني رسمي انتشارات د ۲۰۱۲ کال په جون کې خپاره شول. له لایپزیک له ژوبڼ څخه د یوې ښځينه بونوبو جینوم لهEMBL (د مالیکولي بیولوژي اروپایی لابراتوار) سره په سلا له AJFE01000000 ثبت شمېرې سره د نیکلوتایدي پرلپسېوالې د نړوالې همکارۍ ډېټابېس (DDBJ/EMBL/GenBank) ته وسپارل شو، البته وروسته له هغې چې د انساني جینوم د څېړنو د ملي بنسټ لهخوا له مخکې تجزیه کړای شو او یاد بنسټ دا تایید کړه چې د بونوبو جینوم د شامپانزې تر جینوم ۰.۴ سلنه متفاوت دی. [۲۸][۲۹]
جنتیک او جنومیک
[سمول]له انسانانو او نورو بیزوګانو سره د بونوبوګانو اړیکې د هغوی د جینونو یا ټول جینوم له پرتلې سره تعینولی شو. حال دا چې د بونوبو لومړنی جینوم په ۲۰۱۲ کال کې خپور شو، د یوې لوړ کیفته مرجعې جینوم چې یواځې په ۲۰۲۱ کال کې د لاسرسي وړ شو. [۳۰][۳۱]
تولنیز نظام
[سمول]د بونوبو تولنیز نظام په مساوات او سولې نه سکس جورښت اخلي.دوی تر مینځ جګره او خاشېني رفتار ډير لګ لېدل کیږې.او تل د سکس نه د یو جګرې او جنګ، دخپل مینځ نه ورل ته گته اخلي.د دوي تولنیز نظام یا جورښت کې ښځینه یو مهمه رول لرې.ډوډۍ د هغوي مینځ کې تل تقسیم کیږې.او سکس هغوي ته ډیر اهمیت لري.بونوبو د سکس نه د سټري مه شی ، او سلام پر ځای گټه اخلي. هغوي یوازینې ژوندي ځناوران دي چی لکه انسان مختلفه ډولونه د سکس په کې ډود او رواج لري لکه:(د فرانسوي خکولول او لواط[۳۲] او هم نر او هم ښځې ته جنسي تمایل او موخه درلودل[۳۲] . د هغوي تولنه پر مور،باندي استواره ده، او د نارینه بونوبو منزلت د هغوي مور منزلت ته اریکې لري، او دا امکان شته چي ښځینه بونوبو یو کم زورى بونوبو باندي برید او حمله وکرې ولي هغوي حمله لکه معمولي چیمپانزې د هغوي د مینځه ورلو ته نده، او هغونه هم خشن ندې. بونوبوخپل په سر، او د خپل په خوښه د خپل ډوډۍ نورو سره تقسیمه کوي.
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:IUCN2008 Listed as Endangered (EN A4cd v3.1)
- ↑ Angier N (September 10, 2016). "Beware the Bonds of Female Bonobos". The New York Times. نه اخيستل شوی September 10, 2016.
- ↑ Muehlenbein MP (2015). Basics in Human Evolution. Elsevier Science. pp. 114–115. ISBN 978-0-12-802652-6.
- ↑ Diogo R, Molnar JL, Wood B (April 2017). "Bonobo anatomy reveals stasis and mosaicism in chimpanzee evolution, and supports bonobos as the most appropriate extant model for the common ancestor of chimpanzees and humans". Scientific Reports. 7 (1): 608. Bibcode:2017NatSR...7..608D. doi:10.1038/s41598-017-00548-3. PMC 5428693. PMID 28377592.
- ↑ Beaune, David (November 2012). "The Ecological Role of the Bonobo. Seed Dispersal Service in Congo Forests". Research Gate. نه اخيستل شوی May 27, 2021.
- ↑ Staff (5 May 2017). "Bonobos May Resemble Humans More Than You Think - A GW researcher examined a great ape species' muscles and found they are more closely related to humans than common chimpanzees". The George Washington University. Archived from the original on 14 April 2023. نه اخيستل شوی 14 April 2023.
- ↑ Diogo, Rui; Molnar, Julia L.; Wood, Bernard (4 April 2017). "Bonobo anatomy reveals stasis and mosaicism in chimpanzee evolution, and supports bonobos as the most appropriate extant model for the common ancestor of chimpanzees and humans". Scientific Reports. 7 (608): 608. Bibcode:2017NatSR...7..608D. doi:10.1038/s41598-017-00548-3. PMC 5428693. PMID 28377592. S2CID 256924135.
- ↑ Angier N (September 10, 2016). "Beware the Bonds of Female Bonobos". The New York Times. نه اخيستل شوی September 10, 2016.
- ↑ Rowe N (1996). Pictural Guide to the Living Primates. West Hampton: Pogonias Press. ISBN 0-9648825-1-5.
- ↑ Herzfeld C (2007). "L'invention du bonobo" (PDF). Bulletin d'Histoire et d'Épistémologie des Sciences de la Vie (په فرانسوي). 14 (2): 139–162. doi:10.3917/bhesv.142.0139. نه اخيستل شوی 21 December 2011.
- ↑ Savage-Rumbaugh S, Lewin R (1994). Kanzi: the ape at the brink of the human mind. John Wiley & Sons. p. 97. ISBN 978-0-385-40332-0.
- ↑ de Waal F (2005). Our Inner Ape. Riverhead Books. ISBN 978-1-57322-312-6.
- ↑ Schwarz E (April 1, 1929). "Das Vorkommen des Schimpansen auf den linken Kongo-Ufer" (PDF). Revue de Zoologie et de Botanique Africaines. 16: 425–426. Archived from the original (PDF) on July 19, 2021. نه اخيستل شوی August 31, 2023.
- ↑ Coolidge Jr HJ (July–September 1933). "Pan paniscus. Pigmy chimpanzee from south of the Congo river". American Journal of Physical Anthropology. 18 (1): 1–59. doi:10.1002/ajpa.1330180113. Coolidge's paper contains a translation of Schwarz's earlier report.
- ↑ Herzfeld C (2007). "L'invention du bonobo" (PDF). Bulletin d'Histoire et d'Épistémologie des Sciences de la Vie (په فرانسوي). 14 (2): 139–162. doi:10.3917/bhesv.142.0139. نه اخيستل شوی 21 December 2011.
- ↑ de Waal FB (2002). Tree of Origin: What Primate Behavior Can Tell Us About Human Social Evolution. Harvard University Press. p. 51. ISBN 978-0-674-01004-8.
- ↑ de Waal, Frans (2006). Our Inner Ape. Penguin. p. 30. ISBN 978-1-59448-196-3.
- ↑ Takahata N, Satta Y, Klein J (October 1995). "Divergence time and population size in the lineage leading to modern humans". Theoretical Population Biology. 48 (2): 198–221. doi:10.1006/tpbi.1995.1026. PMID 7482371.
- ↑ Waterson RH, Lander ES, Wilson RK, et al. (Chimpanzee Sequencing Analysis Consortium) (September 2005). "Initial sequence of the chimpanzee genome and comparison with the human genome". Nature. 437 (7055): 69–87. Bibcode:2005Natur.437...69.. doi:10.1038/nature04072. PMID 16136131.
- ↑ Staff (5 May 2017). "Bonobos May Resemble Humans More Than You Think - A GW researcher examined a great ape species' muscles and found they are more closely related to humans than common chimpanzees". The George Washington University. Archived from the original on 14 April 2023. نه اخيستل شوی 14 April 2023.
- ↑ Diogo, Rui; Molnar, Julia L.; Wood, Bernard (4 April 2017). "Bonobo anatomy reveals stasis and mosaicism in chimpanzee evolution, and supports bonobos as the most appropriate extant model for the common ancestor of chimpanzees and humans". Scientific Reports. 7 (608): 608. Bibcode:2017NatSR...7..608D. doi:10.1038/s41598-017-00548-3. PMC 5428693. PMID 28377592. S2CID 256924135.
- ↑ Won YJ, Hey J (February 2005). "Divergence population genetics of chimpanzees". Molecular Biology and Evolution. 22 (2): 297–307. doi:10.1093/molbev/msi017. PMID 15483319.
- ↑ Won YJ, Hey J (February 2005). "Divergence population genetics of chimpanzees". Molecular Biology and Evolution. 22 (2): 297–307. doi:10.1093/molbev/msi017. PMID 15483319.
- ↑ McBrearty S, Jablonski NG (September 2005). "First fossil chimpanzee". Nature. 437 (7055): 105–8. Bibcode:2005Natur.437..105M. doi:10.1038/nature04008. PMID 16136135. S2CID 4423286.
- ↑ Zihlman AL, Cronin JE, Cramer DL, Sarich VM (October 1978). "Pygmy chimpanzee as a possible prototype for the common ancestor of humans, chimpanzees and gorillas". Nature. 275 (5682): 744–6. Bibcode:1978Natur.275..744Z. doi:10.1038/275744a0. PMID 703839. S2CID 4252525.
- ↑ Griffith J (2013). "Part 8:4H Humans' development of integration through love-indoctrination and mate selection". Freedom Book 1. WTM Publishing & Communications. ISBN 978-1-74129-011-0.
- ↑ Clark G, Henneberg M (2015). "The life history of Ardipithecus ramidus: A heterochronic model of sexual and social maturation". Anthropological Review. 78 (2): 109–132. doi:10.1515/anre-2015-0009.
- ↑ Prüfer K, Munch K, Hellmann I, Akagi K, Miller JR, Walenz B, et al. (June 2012). "The bonobo genome compared with the chimpanzee and human genomes". Nature. 486 (7404): 527–31. Bibcode:2012Natur.486..527P. doi:10.1038/nature11128. PMC 3498939. PMID 22722832.
- ↑ Karow J (2008-05-13). "Neandertal, bonobo genomes may shed light on human evolution; MPI, 454 preparing drafts". In Sequence. Genome Web. نه اخيستل شوی 2011-12-08.
- ↑ Prüfer, Kay; Munch, Kasper; Hellmann, Ines; Akagi, Keiko; Miller, Jason R.; Walenz, Brian; Koren, Sergey; Sutton, Granger; Kodira, Chinnappa; Winer, Roger; Knight, James R. (June 2012). "The bonobo genome compared with the chimpanzee and human genomes". Nature. 486 (7404): 527–531. Bibcode:2012Natur.486..527P. doi:10.1038/nature11128. PMC 3498939. PMID 22722832.
- ↑ Mao, Yafei; Catacchio, Claudia R.; Hillier, LaDeana W.; Porubsky, David; Li, Ruiyang; Sulovari, Arvis; Fernandes, Jason D.; Montinaro, Francesco; Gordon, David S.; Storer, Jessica M.; Haukness, Marina (2021-05-05). "A high-quality bonobo genome refines the analysis of hominid evolution". Nature. 594 (7861): 77–81. Bibcode:2021Natur.594...77M. doi:10.1038/s41586-021-03519-x. PMC 8172381. PMID 33953399.
- ↑ ۳۲٫۰ ۳۲٫۱ Frans de Waal, "Bonobo Sex and Society" in Scientific American (March 1995), p. 82ff