بالي
بالي د اندونيزيا يو ايالت دی چې د «ليسر سونډا» ټاپوګانو په تر ټولو لېرې سويل کې موقعيت لري. دا ايالت چې د جاوا په ختيځ او د «لومبوک» په لوېديځ کې موقعيت لري، د بالي ټاپو او يو شمېر کوچني ساحلي ټاپوګان پکې شامل دي، د يادونې وړ يې «نوسا پينيډا، نوسا لیمبونګن»، او «نوسا سيننګن» دي، چې په سويل ختيځ کې موقعيت لري. ايالتي مرکز يې «ډينپاسر» دی، چې په «ليسر سونډا» ټاپوګانو کې تر ټولو زيات نفوس لري او په ختيځه اندونيزيا کې له «مکاسر» څخه وروسته دويم تر ټولو لوی ښار دی. په لوی «ډينپاسار» کې د «اوبوډ» لوړ ښار د بالي کلتوري مرکز بلل کېږي. دا ايالت د اندونيزیا د ګرځندوی مهم ځای دی، چې له 1980ز لسيزې راهيسې دلته په ګرځندوی کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی. د ګرځندوی اړوند سوداګري د بالي تر 80% پورې اقتصاد برخه جوړوي.[۱][۲][۳]
بالي په اندونيزيا کې يوازينی هندو اکثريت ايالت دی، چې د وګړو 86.9% برخه يې د باليني هندو مذهب پيروي کوي. بالي د دوديزې او عصري نڅا، مجسمه جوړونې، انځورګرۍ، څرمنې، فلزکارۍ او موسيقۍ په ګډون د ډېرو پرمختللو هنرونو له امله شهرت لري. په بالي کې هر کال د اندونيزیا نړيواله فلمي ميله جوړېږي. په 2013ز کال کې د نړۍ د ښکلا ملکې (نړيواله پېغله)، په 2018ز کال کې د پيسو نړيوال صندوق کلنۍ ناستې او د نړيوال بانک ګروپ او د 2022ز کال د G20 سرمشريزې ناسته، په نورو هغو نړيوالو مراسمو کې شامل دي، چې بالي کې تر سره شوي دي. د 2017ز کال د مارچ په مياشت کې، TripAdvisor شرکت د خپلو مسافرو انتخاب جايزې لپاره بالي د نړۍ تر ټولو لومړی ځای ونوماوه، کوم لقب چې دې ښار په 2021ز کال کې هم خپل کړی و. [۴][۵]
بالي د مرجاني مثلث يوه برخه ده، دا سيمه د سمندري انواعو په ځانګړي ډول د کبانو او شمشتيو، د ژونديو موجوداتو د تنوع تر ټولو ستره سيمه ده. يوازې په همدې سیمه کې، له 500 څخه زيات د مرجاني ډبرو جوړولو انواع موندل کېدای شي. د پرتلې لپاره، دا د ټول کرابيين په پرتله تقريباً اوه ځلې زياته اندازه ده. بالي د «سباک» اوبه خور د سيستم ځای، او د UNESCO د نړۍ د ميراث سيمه ده. دا همدا راز د ايالتونو د يو متحده کنفيدراسيون کور هم دی، چې له لسو دوديزو شاهي باليني کورنو څخه جوړ دی، او هر کور په يوه ځانګړې جغرافيايي سيمه واکمني کوي. دا کنفدراسيون د بالي د پاچايۍ ځای ناستی دی. دا شاهي کورونه د اندونيزيا د حکومت له خوا په رسميت نه دي پېژندل شوي؛ په هر حال، دا د هالنډ له استعمال مخکې پيل شوي وو.[۶][۷][۸][۹]
تاريخ
[سمول]لرغونی تاريخ
[سمول]اسټرونيشيايي خلک د 2000 مخزېږديز په شا اوخوا کې په بالي کې اوسېدلي دي، څوک چې اصلاً د تايوان له ټاپو څخه سويل ختيځې اسيا او د سمندري سويل ختيځې اسيا له لارې «اوشيانا» ته کوچېدلي دي. له کلتوري او ژبني اړخه، د بالي اوسېدونکي د اندونيزيا مجمع الجزاير، ماليزيا، برونای، فلپين او اوشيانا د خلکو سره نږدې اړيکې لري. د هغه مهال ډبرې او وسايل د دې ټاپو په لوېديځ کې د سيکک کلي سره نږدې موندل شوي دي. [۱۰][۱۱]
په لرغوني بالي کې، نهه هندو فرقې موجودې وې، چې هغه «پاسوپتا، بهيروا، سیوا شيدانت، وشنو، بودها، برهما، ريسي، سورا» او «ګنپتيا» دي. هرې ډلې يو ځانګړی خدای درلود چې هغه يې خپل شخصي معبود منلو.[۱۲]
د 896 او 911 له مهال څخه په ډبرلیکونو کې د کوم پاچا يادونه نه ده شوې، تر 914ز پورې، په کوم وخت کې چې د «شري کيساري ورما» يادونه شوې ده. په دې کې همدا راز د يو خپلواک بالي ښودنه شوې، چې جلا لهجه يې درلوده، چېرته چې په يو وخت کې په بودايي دين او شيواييزم عمل کېدو. د Mpu Sindok کړوسۍ مهنندرتا (Gunapriyadharmapatni) د 989ز په شا اوخوا کې د بالي د پاچا اډيانا ورماديوا (Dharmodayanavarmadeva) سره واده وکړ، چې د 1001 په شا او خوا کې يې اولاد «ايرلنګا» وزېږېد. دې واده بالي ته نور هندو مذهب او جاوياني کلتور هم راوړ. په 1089ز کال کې شهزادګۍ Sakalendukirana راڅرګنده شوه. «سورتاپا» له 1115 څخه تر 1119 پورې او «جياساکټي» له 1146 څخه تر 1150ز کال پورې واکمني وکړه. «جياپنګس» د 1187 او 1181 تر منځ کلونو کې په ډبرليکونو ليدل کېږي، په داسې حال کې چې «اډيکونټيکيټانا» او د هغه زوی «پيراميسواړه» په 1204ز کال کې ليدل کېږي.[۱۳]
د بالي کلتور چې د لومړۍ زېږديزې پېړۍ په شا او خوا کې پيل شوی دی، د هندوستاني، چينايي او په ځانګړي ډول د هندو کلتور څخه سخت متاثره و. د بالي ډوپا (د بالي ټاپو) نوم په ډېرو ډبرليکونو کې موندل شوی دی، د «بلانجونګ» ستنې د ډبرليک په ګډون چې «شري کيساري وارماديوا» په 914ز کې ليکلی و، او د «وليدويپا» يادونه کوي. دا هغه مهال و چې خلکو په خپلو لمدو ځمکو کې د وريژو د کرلو لپاره د «سباک» په نوم د اوبه خور خپل پېچلی سيستم جوړ کړ. يو شمېر مذهبي او کلتوري دودونه چې اوس هم رواج دي، په هغه پړاو کې موندل کېدای شي.
هندو-بودايي مجاپاهت سترواکۍ (1293–1520ز) په 1343ز کال کې په ختيځه جاوا د باليني مېشت ځای بنسټ کېښود. د «هيام ووروک» د کاکا يادونه د 1384-86 په منشورونو کې شوې ده. بالي ته د جاوا د خلکو ډله ييزه کډوالي په راتلونکې پېړۍ کې تر سره شوه، کله چې په 1520ز کال کې «ماجپاهت» سترواکۍ سقوط وکړ. له دې وروسته د بالي حکومت د هندو پاچاييو يوه خپلواکه ټولګه وګرځېده، د کوم له امله چې د بالي ملي هويت او په کلتور، هنرونو او اقتصاد کې په پراخه کچه پرمختګونه راغلل. د مختلفو پاچاييو دا ملت تر 1906ز کال پورې تر 386 کلونو خپلواک شو، تر هغه وخته چې هالنډ د اقتصادي واک لپاره سيمه ييز اوسېدونکي تر خپل لاس لاندې راوستل، هغوی يې په شا کړل او دا سيمه يې ونيوله.[۱۴][۱۵]
پرتګالي اړيکې
[سمول]باور دا دی چې له بالي سره د اروپا لومړۍ څرګنده اړيکه په 1512ز کال کې شوې وه، کله چې د «انتونيو ابريو» او «فرانسسکو سيراو» په مشرۍ يو پرتګالي اکتشافي پلاوي د بالي شمالي ساحلونه وکتل. دا د «مولکاس» په لور د دوه کلنو لپاره د سمندري بېړيو د لړۍ لومړی اکتشافي سفر و، کوم چې د شپاړسمې پېړۍ په اوږدو کې د سونډا ټاپوګانو د ساحلونو په څنډو کې سفرونه وکړل. د بالي نقشه هم په 1512ز کال کې، د فرانسسکو روډريګس په جدول کې د سفر پر مهال جوړه شوه. په 1585ز کال کې، يوه بېړۍ د «بکيت» ټاپووزمې څخه روانه شوه او او يو څو پرتګاليان يې د «ديوا اګونګ» د خدمت لپاره پرېښودل.[۱۶][۱۷]
هالنډي شرق الهند (د هندوستان ختيځ)
[سمول]په 1597ز کال کې، هالنډي استعمارګر «Cornelis de Houtman» بالي ته ورسېد، او د هالنډ ختيځ هندوستان شرکت په 1602ز کال کې جوړ شو. د هالنډ حکومت د نولسمې پېړۍ د دويمې نيمايي په اوږدو کې په اندونيزيايي مجمع الجزاير خپل واک پراخه کړ. په بالي د هالنډ سياسي او اقتصادي واک د 1840ز لسيزه کې د دې ټاپو په شمالي ساحل کې پيل شو، کله چې هالنډيانو د بالي مختلف سیال قلمرونه يو د بل په وړاندې راپورته کړل. د 1890ز لسيزې په وروستيو کې، د دې ټاپو په سويل کې د بالیني پاچايو تر منځ له سياليو څخه هالنډيانو د خپل واک د زياتولو لپاره کار واخيست.
د 1860ز کال د جون په مياشت کې، مشهور ويلزي طبيعيت پوه، «الفريډ رسل واليس» له سينګاپور څخه بالي ته سفر وکړ، او د دې ټاپو شمالي ساحل «بوليلينګ» ته ورسېد. بالي ته د «واليس» سفر د نوموړي د «واليس ليکې نظريه» (Wallace Line theory) په طرحه کولو کې د مرستې لپاره مهم و. «واليس» ليکه يو حيواني سرحد دی چې د بالي او «لومبوک» تر منځ ابناء څخه تېرېږي. دا د انواعو تر منځ يوه پوله ده. د «د ملايا مجمع الجزاير» (The Malay Archipelago) په نوم د نوموړي سفري يادښت کې واليس په بالي کې د خپلې تجربې په اړه ليکل کړي دي، په کومو کې چې د بالي د اوبه خور بې ساري طريقو پياوړې يادونه شوې ده، هغه لیکي:
زه حيران او خوښ وم؛ له دې امله چې جاوا ته زما سفر څو کاله وروسته و، ما له اروپا څخه دباندې دومره ښکلی او ښه کښت لرونکې سيمه کله هم نه وه لېدلې. دا تر يو بريده څپڅپانده اواره سيمه د سمندر له ساحل څخه شا اوخوا لس يا يوولس ميله (16 يا 19 کيلو متره) داخل لور ته په ځمکه کې خپره ده، هغه ځای چې د ځنګل او کرل شويو غونډيو غوره لړۍ ځينې چاپېره ده. د کوپرې، املۍ او د ميوو نورې ګڼې ونې يې د کورونو او کلیو نښه ده، ګڼې ونې يې هر لور ته خپرې دي؛ په منځ کې يې د وريژو سوکاله ميدانونه ويړ دي، چې د اوبه خور په يو پراخه سيستم خړوبېږي، کوم به چې د اروپا د غوره کښت شويو برخو لپاره وياړ وي. [۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Denpasar | Indonesia". Encyclopædia Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 18 September 2021.
- ↑ Vickers, Adrian (13 August 2013). Bali: A Paradise Created (په انګليسي). Tuttle Publishing. ISBN 978-1-4629-0008-4.
- ↑ Desperately Seeking Survival Time. 25 November 2002.
- ↑ "Bali named as best destination in the world by TripAdvisor". The New Zealand Herald. 22 March 2017. نه اخيستل شوی 30 April 2017.
- ↑ "Bali named most popular destination on Tripadvisor's 2021 Travelers' Choice Awards". Coconuts Bali. 28 January 2021. نه اخيستل شوی 1 February 2021.
- ↑ Dudley, Nigel; Stolton, Sue (12 August 2010). Arguments for Protected Areas: Multiple Benefits for Conservation and Use (په انګليسي). Routledge. ISBN 978-1-136-54292-3.
- ↑ "Species diversity by ocean basin". NOAA Coral Reef Conservation Program. 9 May 2014. Archived from the original on 12 May 2014.
- ↑ Robinson, Geoffrey (1995). The Dark Side of Paradise: Political Violence in Bali (په انګليسي). Cornell University Press. ISBN 0-8014-8172-4.
- ↑ Evans, Kate (27 June 2012). "World heritage listing for Bali's 'Subak' tradition" (په انګليسي). ABC News. نه اخيستل شوی 14 September 2017.
- ↑ Taylor, pp. 5, 7
- ↑ Taylor, p. 12
- ↑ "The birthplace of Balinese Hinduism". The Jakarta Post. 28 April 2011. نه اخيستل شوی 30 December 2012.
- ↑ Cœdès, George (1968). The Indianized States of Southeast Asia. University of Hawaii Press. ISBN 978-0-8248-0368-1.
- ↑ Barski, p. 46
- ↑ Cœdès, George (1968). The Indianized States of Southeast Asia. University of Hawaii Press. ISBN 978-0-8248-0368-1.
- ↑ Hanna, Willard A. (2004) Bali Chronicles. Periplus, Singapore, ISBN 0-7946-0272-X, p. 32
- ↑ Cortesão, Jaime (1975). Esparsos, Volume III. Coimbra: Universidade de Coimbra Biblioteca Geral. p. 288. "...passing the island of 'Balle', on whose heights the nau Sabaia, of Francisco Serrão, was lost" – from Antonio de Abreu, and in João de Barros and Antonio Galvão's chronicles. Google Books
- ↑ Wallace, Alfred Russel (1869). The Malay Archipelago. Periplus Editions (HK) Limited. p. 116. ISBN 978-0-7946-0563-6.