شاه حسين د ميرويس نيكه دوهم زوی وو چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه، تفسير، منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محموداصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښير پټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل.
( بشپړه ليکنه...)
۲۰۲۵ جنوري ۱۰: د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزير وټاکل سو.
۲۰۲۴ ډسمبر ۳۰: پر ښځو باندي د بندیزونو په لړ کي اقتصاد وزارت په یوه تعقیبي مکتوب کي له داخلي او بهرنیو موسسو غوښتي، ترڅو ښځینه کارکوونکي منفک او ایسته کړي. وایي، که یې امر ونه منل سي، فعالیتونه به یې وځنډوي او جواز به یې لغوه کړي.