د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويکيپېډيا يو پوهنغونډ دی. ددې مانا دا ده چې هر څوک کولای شي چې د ويکيپېډيا پر هر مخ کې سمون وکړي. چې څوک هم څه سمون کوي هغه د ويکيپيډيا يوه برخه جوړه شي. کوم کسان چې سمون کوي هغه کسانو ته ويکيپيډين ويل کېږي. د ويکيپيډيا په يو مخ کې سمون کولو لپاره د گڼون جوړول ضروري خبره نه ده. په ويکيپيډيا کې سمون په دوه طريقو کېدای شي. لومړی دا چې VisualEditor سافټویر په وسیله سمون وشي. دا د ويکيپيډيا يو نوی نظام دی کوم چې يو کارن د خپلو غوره توبونو څخه فعالولای شي او دویم همدغه لاره ده چې اوس روانه ده چې په انگرېزۍ کې ورته ويکي مارک اپ ايډيټر ويل کېږي.
په پښتو ويکيپېډيا کې سمون کول ډېر اسانه کار دی. بس لږ کوښښ غواړي د هغه څخه وروسته به تاسې په خپله ددې وړ شئ چې په مخونو کې سمون وکړئ او نوې ليکنې ورگډې کړئ. په دې مخ کې به په پښتو ويکيپيډيا کې د سمون کولو په اړه تاسې ته بنسټیز معلومات درکړ شي.
سمون څنگه کيږي؟
له ټولو لومړی چې تاسې کومه ليکنه کې سمون کول غواړئ هلته لاړشئ او بيا په پورته سر کې به تاسې ته ډېر ټيبونه ښکاري په دې کې يو ټيب د سمول په نامه دی، چې په دغه ټېب کلېک وکړئ. دا ټيب تاسې په لاندې انځور کې ليدلای شئ:
د نښانونو مالومات
نوې ليکنه ورگډول
لاندې کرښې کې د نوې ليکنې نوم وليکئ او ورگډولو پر بټن کلېک وکړئ
نور ولولئ
|