د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وړيا پوهنغونډ چې هر يو یې سمولای شي
پښتو ژبه تر دې مهاله ۱۸٬۹۶۹ ليکنې لري.
د نن غوره ليکنه
خوشال خان خټک د پښتو ادب په کلاسیکه شاعرۍ کې خوشال هغه علامه ، نابغه ، ستر شاعر او لوی ادیب دی ، چې د څه کم څلورسو کالو راهسې دده کلتوري خزانه تر ننه پورې دافغان ولس د نړۍ د لويو پوهانو او پوهنيزو مرکزونو د پاملرنې او څیړنې وړ کرځیدلې ده . د څیړونکو ځیرکتنه به تر هغې پورې دغه کلتوري میراث ته وجود ولری ، څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څیړنه بو خت وي . له خوشال څخه کوټې کوټې موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتې دي . دده اثار د شعر ، ادب ، ژبپوهنې او نورو بېلا بېلو پوهنو او څیړنو لپاره لوی دریاب دی ، چې لامبوزن هم پکې ستر کیږی خو دده برید ، پوله ، سر او تل به تر خپلې لامبو لاندې داخیل نه کړی او د ژوند تر پایه به پکې ستړی او ستومانه وي .
( بشپړه ليکنه... )
د نن سبا خبرونه
۲۰۲۴ ډسمبر ۵: په کریپټو کرنسۍ کي د یوه بیټکواین ارزښت نن ورځ تر یولک ډالر پورته سو.
۲۰۲۴ ډسمبر ۵: د فرانسې پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر، میشل بارنیه حکومت ته د نه باور رایې په ورکولو سره د نوموړي حکومت تر درېیو میاشتو واکمنۍ وروسته وپرځاوه.
۲۰۲۴ ډسمبر ۲: پر ښځو باندي د بندیزونو په لړ کي طالبانو پخپل وروستي فرمان کي ددوی پاته پرانیستي مرکزونه (چي د قابله ګۍ درسونه پکښي ویل کېدل) هم وتړل.
۲۰۲۴ ډسمبر ۱: د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو (جبهة النصرة) ددغه هیواد مهم شمالي ښار حلب په بشپړه توګه لاندي کړ.
۲۰۲۴ اکتوبر ۱۷ مه: د حماس غورځنګ تر ټولو ځواکمن سياسي او پوځي مشر یحیی سنوار د اسرائيلو لخوا په شهادت ورسېد.
۲۰۲۴ اکتوبر ۱۴ مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتين په مشرۍ په خيبرپښتونخوا ایالت په خيبر کې جوړه شوې پښتون قامي جرګه پای ته ورسېده.
۲۰۲۴ اګسټ ۱۹ مه: متحده ایالاتو د ۲۰۲۵ ز کال تر اپرېل پورې اسراییلو ته ټولې هوایي الوتنې لغوه کړې.
۲۰۲۴ اګسټ ۱۸ مه: د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف افغانستان ته د سفر پر مهال له افغان حکومت سره پنځه اقتصادي هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
۲۰۲۴ اګسټ ۱۷ مه: د اندونېزيا حکومت خپله پلازمېنه په رسمي ډول له جاکارتا څخه نوسانترا ته ولېږدوله.
۲۰۲۴ اګسټ ۱۲ مه: د روسيې کورسک سیمي ته د اوکرایني ځواکونو تر ننوتلو وروسته روسي ځواکونو هم د اوکراین پلازمېنه کییف تر سخت اور لاندې ونیوو.
د نن غوره انځور
د افغانستان کريکېټ ملي لوبډله په ۲۰۲۴ زېږديز کال نړيوال شل اوريز جام سياليو کې استراليا ته د ماتې وروکولو وروسته خپله خوښي څرګندوي.
انځورګر: [Darrian Traynor/ICC/Getty Images]
ويکيپېډيا نورې برخې
د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندي توګه دي؛
بنډارځی راځئ چې نظرونه سره تبادله کړو
جرګه د کارنانو تانبې نه ليدنه وکړئ!
لارښود مېز د هغه پوښتنو ځواب چې لارښوونې ته اړتيا لري!
د ويکيپېډیا خورلڼې پروژې
د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندي توګه دي؛
ويکيپېډیا په نورو ژبو
ويکيپېډیا په ۲۰۰۱
(۲۰۰۱ ) کې پیل او په پښتو ژبه
۱۸٬۹۶۹ لیکنې لري.
ويکيپېډیا په نورو ژبو کې
ژبې چې له ۱،۰۰۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري:
ژبې چې له ۲۵۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري:
ژبې چې له ۵۰،۰۰۰ ډېرې ليکنې لري: