Jump to content

کوریا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کوریا (د اسیا په ختیځ کې یوه نیمه ټاپوزمه ده، چې له ۱۹۴۵ کال راهیسې، د کوریا د غیرپوځي زون په مټ په دوو برخو سره وېشل شوې ده. په ۱۹۴۸ کال کې دواړو کوریاګانو خپله خپلواکې اعلان کړه او دواړه غاړو د ټولې کوریا پر خاوره د حاکمیت ادعا وکړه. سویلي کوریا (چې د کوریا جمهوریت په نوم یادیږي) د دې نیمه ټاپو سویلي برخه جوړوي او شمالي کوریا (چې د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت په نوم یادیږي) د دې نیمه ټاپو شمالي برخه جوړوي. د کوریا نیمه ټاپو شاوخوا ځینې واړه ټاپوګان هم د دغې سیمې برخه جوړوي. د کوریا نیمه ټاپو په شمال کې له چین (منچوریا) او په شمال ختیځ کې د امنوک او ډومن سیندونو پر مټ له روسیې سره ګډه پوله لري، چې له جاپان سره بیا په سویل ختیځه برخه کې د کوریا تنګي پر مټ بېله شوې ده.

په کوریا کې د ډبرینې زمانې په وخت کې تر ټولو زاړه رادیوکاربون موندلی شوی چې په دغه سیمه کې له میلاد څخه ۴۰۰۰ او ۳۰۰۰ کاله وړاندې د انسانانو د ژوند ښکارندویي کوی. په دغه سیمه کې لومړنی رامنځته شوی دولت ګوجوسیون و چې له میلاد نه ۱۰۸ کاله وړاندې د هان سلسلې په لاس ورغی. د لومړۍ زیریزې په لومړۍ نیمایي کې، کوریا د دریو دولتونو تر منځ ووېشل شو چې دا دولتونه عبارت وو له: ګوګوریو، باکجه او سیلا، چې په ګډه سره د کوریا د دریګونې پاچاهۍ په نوم پېژندل کېده. د اوومې پېړۍ په وروستیو کې، سیلا د ټانګ سلسلې په مرسته باکجه او ګوګوریو تر خپلې ولکې لاندې راوستل او ټانګ یې بیا د سیلا-ټانګ د جکړو په اوږدو کې له کوریا څخه شړل. په داسې حال کې چې بالهای، چې د ګوګوریو د پاتې شونو او د موهي خلکو په مټ رامنځته شوی و، په شمال کې د ګوګوریو جانشین شول. بالاخره یو موټي سیلا د کورنیو جګړو له امله په دریو بېلو دولتونو باندې ووېشل شوه چې د وروستیو دریو پاچاهیو په نوم یادیږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د دریو پاچاهیو په وروستیو کې، ګوګوریو د ګوریو په نوم بېرته را ژوندی شو، چې دوو نورو دولتونو ته یې ماتې ورکړه او کوریا د یوه خپلواک دولت په توګه یو موټي کړه. په همدې وخت کې، بالهای دولت هم له پای ته ورسېده او د هغه وروستی ځایناستی (ولیعهد) او زیاتره حاکمه ډله یې ګوریو ته وتښتیدل او ګوګوریو دوه جانشنین دولتونه یې سره یوموټي کړل. ګوریو (چې د کوریو په ډول هم لیکل کېږي)، د اوسنۍ زمانې په «کوریا» باندې بدل شو چې یو ډېر زیات کلتوري دولت و او د نړۍ تر ټولو لومړی متحرک یا خوځنده فلز هم دلته په ۱۲۳۴ کال کې جوړ شو. د دیارلسمې پېړۍ په اوږدو کې، د مغول سترواکۍ له لسیزو جګړو وروسته د ګوریو دولت د خپل ځان تابع وګرځاوه. که څه هم ګوریو د مغول حکومت له منځه یووړ، خو د جنرال یي سونګ ګي په مشرۍ د یوې کودتا له امله د هغه په لاس ورغی، چې د ۱۳۹۲ کال د جولای په ۱۷مه یې چوسون رامنځته کړ. د جوسون لومړني ۲۰۰ کلونه له نسبي سولې سره مل و او په دغه دوره کې کوریايي الفبا توري هم د ستر سجونګ له خوا رامنځته شول او کنفوسیزم (د کنفوسیوس دین) به زیاتیدونکې توګه په دغه دولت کې نفوذ وکړ. خو بیا هم، دا دولت په ۱۶۳۶ کال کې پر کوریا باندې د جاپانیانو په بریدونو سره پای ته ورسېد، چې د جوسون لپاره یې پراخه وراني ولرله او د کوریا د ګوښه توب لامل وګرځېد. د همدې تېرې په پای ته رسېدو سره، جوسون د ۲۰۰ کلونو لپاره سوله او هوساینه او ورسره جوخ کلتوري او تکنالوژيکي پرمختګونه تجربه کړل. د جوسون په وروستیو کلونو کې، ځینې تاوتریخجنې پېښې رامنځته شوې لکه د ګاسپین کودتا، د ډونګانګ د بزګرانو اوښتون او د ملکې میونګ سونګ وژنه. په ۱۸۹۷ کال کې، د کوریا سترواکۍ د کوریا د خپلواکۍ د ساتنې لپاره رامنځته شوه. خو بیا هم، د چین-جاپان د لومړۍ جګړې او روس-جاپان د جګړې په اوږدو کې د جاپانیانو په بریاوو سره جاپان وکولا یشول چې ټوله کوریا په ۱۹۱۰ کال کې د خپلې خاورې یوه برخه وګرځوي.

په ۱۹۴۵ کال کې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته کله چې جاپان متفقینو ته په رسمي توګه تسلیم شو، نو کوریا یې هم پرېښوده. د شوروي جمهوریتونو اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو داسې هوکړه کړې وه چې کوریا باید په ۳۸ موازي کرښه کې سره ووېشې. همدا و چې کوریا په دوو برخو سره ووېشل شوه. د دواړو کوریاګانو تر منځ شخړې د دې لامل وګرځېدې چې شمالي کوریا پر سویلې کوریا باندې په ۱۹۵۰ کال برید وکړي. د بهرنیو ځواکونو په لاسوهنې سره دا جګړه په ۱۹۵۳ کال کې د سولې له کومې رسمي معاملې پرته په ټپه ودریده خو د دواړو هېوادونو تر منځ یوه غیرپوځي سیمه رامنځته شوه.

دا وضعیت د دې دواړو کوریاګانو تر منځ له لوړ کړکېچ سره مرسته کوي چې له امله یې کوریا په دوو برخو سره وېشل شوې ده او دواړه هېوادونه ادعا کوي چې د کوریا یوازینی قانوني دولت دی. سویلي کوریا یو سیمه ییز ځواک او یو پرمختللی هېواد دی چې اقتصاد یې د اسمي داخلي ناخالص تولید له اړخه په نړۍ کې دیارلسم او د داخلي ناخالص تولید (PPP) له اړخه په نړۍ کې څوارلسم ځای لري. د دې هېواد وسله وال ځواک د نړۍ یو له تر ټولو زیات پیاوړي ځواک په توګه پېژندل کېږي، چې د پوځي او نیمه پوځي پرسونل له اړخه د نړۍ دویم ستر دایمي پوځ لري. په یووېشتمه پېړۍ کې، سویلې کوریا د پاپ کلتور له اړخه په نړۍ کې خورا ستر اغېز لري، په تېره بیا د موسیقۍ (کي- پاپ)، تلویزیوني سریالونو (K-dramas) او سینما په برخه کې خورا شهرت لري، چې د کوریا د کلتور ښکارندويي کوي.

شمالي کوریا بیا له سونګون څخه پیروي کوي، یعنې د «لومړی پوځ» تګلاره چې په دولتي چارو او د سرچینو په اختصاص کې د کوریا د خلکو پوځ ته لومړیتوب ورکوي. دا هېواد هستوي وسلې لري او داسې یو هېواد دی چې تر ټولو زیات پوځي او نیمه پوځي پرسونل لري او په ټوله کې ۷.۷۷ میلیونه فعال، احتیاط او نیمه پوځي پرسونل لري یعنې نږدې ۳۰ سلنه وګړي یې په پوځ کې شامل دي. د دې هېواد په دنده کې فعال پوځ ۱.۲۸ میلیونه سرتیري لري چې د نړۍ څلورم ستر پوځ دی، چې د هېواد د وګړو ۴.۹ سلنه جوړوي. شمالي کوریا په نړۍ کې په پراخه کچه د بشر د حقونو تر ټولو زیات خراب ریکارډ لري.

ایتمولوژي

[سمول]

"Korea" د "Corea" عصري املا ده، دا نوم د ۱۶۱۴ کال په لومړیو کې په انګریزې کې ومنل شو. «کریا» د ګوریو له لرغوني پاچاهۍ څخه اخیستل شوی ده. کوریا د مارکوپولو په سفرونو کې د کالي په ډول ترجمه شوی دی. دا د کوریا د ګوریو پاچا هانجا و چې په دولسمه پېړۍ کې یې د کوریا په ټوله نیمه ټاپو باندې حکومت وکړ. په لویدیځ کې د کوریا نوم هغه مهال را ننوت کله چې عرب سوداګرو له کوریا سره سوداګري پیل کړه، چې ځینې اسناد د ۹ پېړۍ اړوند دي. د ګوریو نوم د کوریا د شمالي پاچاهۍ چې د دریو پاچاهانو په نوم یا ګوګوریو یادیده، ادامه ده، چې د پنځمې پېړۍ په لومړیو کې په رسمي توګه د ګوریو په نوم سره پېژندل کېده. اصلي نوم یې د هغو صفتونو له ترکیب څخه جوړ ده چې د (ستر او لوړ) له کلیمو جوړ شوی چې دا د یمایک قبیلې یو نوم هم و، چې ګومان کېږي د هغو اصلي نوم «ګورو» یا «ګایوري» و. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د کوریا په ازادیدو او ورسره د بریتانوي او امریکايي سوداګریو په پراخېدو، د «کوریا» املا رامنځته شوه او په تدریج سره یې شهرت وموند. د کوریا نوم اوسمهال د شمالي او سویلي کوریا دواړو لپاره په انګریزې کې کارول کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Bae, Kidong. 2002 Radiocarbon Dates from Palaeolithic Sites in Korea. Radiocarbon 44(2): 473–476.
  2. "발해 유민 포섭". 우리역사넷 (په کوريايي). National Institute of Korean History. Archived from the original on 27 March 2019. نه اخيستل شوی 13 March 2019.
  3. "Korean Metal Movable Type". World Treasures: Beginnings. (29 July 2010). Library of Congress. 
  4. "Korean Classics". Library of Congress Asian Collections: 2007 Illustrated Guide. (2007). Library of Congress. 
  5. "Gutenberg Bible". British Library. The British Library Board. Archived from the original on 25 October 2016. نه اخيستل شوی 19 August 2016.
  6. "Korea, 1000–1400 A.D. | Chronology | Heilbrunn Timeline of Art History | The Metropolitan Museum of Art". The Met's Heilbrunn Timeline of Art History. The Metropolitan Museum of Art. Archived from the original on 18 August 2016. نه اخيستل شوی 19 August 2016.
  7. "Movable type". Oxford Reference. Oxford University Press. 
  8. Ebrey, Patricia Buckley; Walthall, Anne (1 January 2013). East Asia: A Cultural, Social, and Political History (په انګليسي). Cengage Learning. ISBN 978-1285528670.
  9. "Korean". Oxford English Dictionary. 
  10. "youtube on 'Korea? Corea?'". YouTube. Archived from the original on 11 December 2021.
  11. "Korea", Wiktionary (په انګليسي), 2023-06-07, archived from the original on 13 June 2023, نه اخيستل شوی 2023-06-13
  12. Haw, Stephen G. (2006). Marco Polo's China: A Venetian in the Realm of Khubilai Khan (په انګليسي). Routledge. pp. 4–5. ISBN 9781134275427. نه اخيستل شوی 29 September 2017.
  13. Baxter, William & al. "Baxter–Sagart Old Chinese Reconstruction Archived 27 September 2013 at the Wayback Machine.", pp. 43, 58 & 80. 20 February 2011. Retrieved 20 December 2013.
  14. Baxter, William & al. "Baxter–Sagart Old Chinese Reconstruction Archived 27 September 2013 at the Wayback Machine.", pp. 43, 58 & 80. 20 February 2011. Retrieved 20 December 2013.
  15. Till, Geoffrey; Bratton, Patrick (2012). Sea Power and the Asia-Pacific: The Triumph of Neptune? (په انګليسي). Routledge. p. 145. ISBN 9781136627248. نه اخيستل شوی 29 September 2017.
  16. Seung-Yong, Yunn (1996). Religious culture in Korea (په انګليسي). Hollym. p. 99. ISBN 9781565910843. نه اخيستل شوی 29 September 2017.
  17. "디지털 삼국유사 사전, 박물지 시범개발". 문화콘텐츠닷컴. Korea Creative Content Agency. Archived from the original on 19 November 2018. نه اخيستل شوی 6 February 2017.
  18. "Korean". Oxford English Dictionary.