مانګا
عمومي مالومات | |
---|---|
ټاټوبی هېواد | |
ځانګړې وېشنيزه | |
هېواد |
برخه د |
---|
مانګا هغه کمیک یا ګرافیکي ناولونه دي چې منشا یې جاپان دی. زیاتره مانګا له هغه سبک څخه پیروي کوي چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې په جاپان کې رامنځته شو کوم چې دا په جاپاني پخواني هنر کې اوږده مخینه لري. د مانګا اصطلاح په جاپان کې کمیک او کارتون ته اشاره کوي. له جاپان څخه بهر، دا کلیمه په معمول ډول هغو کمیکونو ته د اشارې لپاره کارول کېږي چې په لومړي سر کې په جاپان کې خپاره شوي و.[۱][۲][۳]
په جاپان کې خلک په هر عمر او طبقې کې چې وي مانګا لولي. دا رسنۍ د پراخو ژانرونو لرونکي اثار لري لکه اکشن، ماجراجويي، سوداګري، کمیډي، پولیسي، ډرامه، تاریخي، ډاروونکي، معمايي، عاشقانه، علمي تخیلي او فانتزي، شهواني (هینټای او ایچي)، سپورټي او د لوبو او داسې نور. زیاتره مانګا په نورو ژبو هم ژباړل شوي دي.[۴][۵][۶]
له ۱۹۵۰یمې لسیزې راهیسې، مانګا د جاپاني د خپرندوی صنعت یو مخ پر زیاتیدونکي برخې باندې اوښتی ده. په ۱۹۹۵ کال کې، په جاپان کې د مانګا بازار ارزښت ۵۸۶.۴ میلیارد ین (۶-۷ میلیارد امریکايي ډالر) و، چې په کلنۍ توګه ۱.۹ میلیارد ډالره د مانګا کتابونه او د مانګا مجلې پلورل شوي وي (دا مبلغ د سړي سر لپاره ۱۵ ګڼې وي). په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د مانګا د بازار ارزښت نوی ریکارډ ټینګ کړ او هغه د ډیجیټل مانګا خرڅلاو او همداشان د چاپي خرڅلاو په برخه کې د زیاتوالي له کبله ۶۱۲.۶ میلیارد ین ته ورسېد. په ۲۰۲۰ کال کې د جاپان د مانګا بازار د ۶۷۵.۹ میلیارد ین په ارزښت یو بل ریکارډ پسې ټینګ کړ. مانګا همداشان په نړیواله کچه د پام وړ لوستونکي تر لاسه کړل. د ۲۰۱۰مې لسیزې په وروستیو کې مانګا له حد نه زیات امریکايي کمیکونو پر پلور باندې پیل وکړ.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په نړیواله کچه څلور ستر په کومیک اثارو کې د مانګا خپرونکي دي لکه Shueisha، Kodansha، Kadokawa او Shogakukan. په ۲۰۲۰ کال کې په شمالي امریکا کې د مانګا د بازار ارزښت نږدې ۲۵۰ میلیون امریکايي ډالر و. د NPD BookScan د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په امریکا کې د ټولو کمیک او ګرافیکي رومانونو له ډلې مانګا ۷۶ سلنه جوړاوه. په شمالي امریکا کې د مانګا د بازار چټکه وده د دې جوګه وګرځېدله تر څو دا اثر په ډیجیټال لوستونکو پروګرامونو، د کتاب په زنځیري پلورنځیو لکه Barnes & Noble او د امازون په څېر په انلاین پلورنځي کې زیاته پراختیا ومومي. په فرانسه کې په ۲۰۰۵ کال کې مانګا د فرانسې د کمیک بازار ۳۸ سلنه جوړوله. دا رقم د امریکا په پرتله دری ځلې زیات و چې شاوخوا ۴۶۰ میلیون یورو (۶۴۰ میلیون امریکايي ډالر) ارزښت یې درلود. په اروپا او منځني ختیځ کې په ۲۰۱۲ کال کې د دې بازار ارزښت ۲۵۰ میلیون امریکايي ډالر و. د ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې، د جاپان سوداګریز فدراسیون د جاپان د اقتصادي ودې د هڅوونې په موخه له هېواد څخه بهر د همدې صنعت د محتوی د لا زیاتې دودیدو په خاطر یو وړاندیز ورکړ چې له هېواد څخه بهر د دې صنعت کارپوهانو ته یې بلنه ورکړه څو جاپان ته راشي او دلته خپل کار پر انیمه، مانګا او ویډیويي لوبو باندې متمرکز کړي. دا فدراسیون پلان لري چې له هېواد څخه بهر بازارونو کې تر راتلونکو ۱۰ کلونو پورې د دې صنعت خرڅلاو څلور ځلې نور هم زیات کړي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د مانګا داستانونه معمولاً په تور او سپین رنګ کې چاپیږی – هغه هم د زماني محدودیتونو، هنري لاملونو (ځکه چې رنګ امیزي کولای شي د هنري اثر اغېز را ټیټ کړي) همداشان د چاپ د لګښتونو د ټيټ ساتلو په خاطر- که څه هم د مانګا ځینې اثرونه ټول رنګه دي. په جاپان کې مانګا کې معمولاً د مانګا په سترو مجلو کې په سریالي بڼه سره خپریږي، چې زیاتره یې زیات شمېر داستانونه لري چې هر یو یې په یوه برخه کې وړاندې کېږي تر څو پاتې برخه یې په بله خپرونه کې چاپ شي. د مانګا یو داستان تل د لویدیځ تر یوه کمیک ډېر اوږد وي. را ټول شوي څپرکي یې معمولاً په تانکوبون ټوکونو کې بیاځلي خپریږي. د مانګا یو هنرمند (چې په جاپاني کې ورته مانګاکا وايي) معمولاً له څو مرستیالانو سره په یوه وړه سټډیو کې کار کوي او د یوه سوداګریز خپروونکي شرکت د یوه نوښتګر ایډیټر له خوا یې د اثر کتنه کېږي. که چېرې د مانګا یو سریال په کافي اندازه سره محبوب وي، نو ښايي په هغه مهال یا لږ وروسته د هغه لپاره انیمیشن هم جوړ شي. ځینې وختونه مانګا د ژوندیو فلمونو یا پخوانیو انیمیشنونو له مخې وي.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
له مانګا څخه اغېزمن کمیکونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې شته، په تېره بیا په هغو هېوادونو کې چې خلک یې په چینايي ("manhua")، کوریايي ("manhwa")، انګریزې ("OEL manga") او فرانسوي ("manfra") ژبو خبرې کوي. همداشان د الجزایر ("DZ-manga") په هېواد کې هم شته.[۳۷][۳۸]
رېښه پېژندنه
[سمول]د مانګا کلیمه له جاپانۍ کلیمې 漫画 (کاتاکانا: マンガ؛ هیراګانا: まんが) څخه را اخیستل شوې ده چې له دوو کانجي 漫 (سړی) څخه جوړه شوې ده چې معنی یې «بداهه» او 画 (ga) چې معنی یې «انځورونه» دي جوړه شوې ده. همدا اصطلاح د کوریایي کمیک کلیمې manhwa او چینايي کلیمې manhua رېښه هم ده.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
دا کلیمه د لومړي ځل لپاره د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د Santō Kyōden Shiji no yukikai مصور کتاب او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د Aikawa Minwa په څېر اثارو په خپرولو سره وکارول شوه. Manga hyakujo او د Hokusai Manga مشهور کتابونه د بېلابېلو نقاشیو او د ukiyo-e د وتلي هنرمند هوکوسای د ډیزاینونو لرونکي دي. د لومړي ځل لپاره راکوټن کیتازاوا (۱۸۷۶-۱۹۵۵) د نننۍ مانګا کلیمه وکاروله.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
په جاپاني ژبه کې د مانګا کلیمه هر ډول کارتون، کمیک او انیمیشن ته کارول کېږي. د انګریزې ژبې په ویونکو کې بیا مانګا یوازې د جاپاني کمیک لپاره کارول کېږي. د اني-مانګا اصطلاح بیا د انیمیشن په بڼه تولید شوو کمیکونو ته کارول کېږي. [۴۹]
تاریخچه او ځانګړنې
[سمول]مانګا له emakimono (طومارونو)، Chōjū-jinbutsu-giga څخه سرچینه اخیستې ده، چې لرغونتوب یې ۱۲مې پېړۍ ته رسیږي. د اډو د دورې په اوږدو کې (۱۶۰۳ – ۱۸۶۷) د توبا ایهون تر نوم لاندې د نقاشیو کتاب، چې وروسته ورته مانګا وویل شول، پسې پراختیا ومونده. دا کلیمه د لومړي ځل لپاره په ۱۷۹۸ کال کې دود شوه. په ۱۷۹۸ کال کې د Santō Kyōden د مصور کتاب Shiji no yukikai په څېر د اثارو خپریدل او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې د Aikawa Minwa د Manga hyakujo په څیر د اثارو خپریدل او بیا په ۱۸۳۴ کال کې د د هوکوسای مانګا کتابونه خپاره شول. Adam L. Kern وړاندیز کوي چې د ۱۸مې پېړۍ په وروستیو کې د کیبیوشي مصور کتابونه کېای شي د نړۍ لومړني کمیک کتابونه وي. دا ګرافیکي حکایتونه د مډرن وخت د مانګا طنزي، ټوکي او عاشقانه موضوعات و. ځینې اثار بیا په سریالي بڼه د لرګي نه په ګټنې سره په پراخه کچه تولید شول. سره له دې هم، د ختیځ کمیکونه د لویدیځ د کمیکونو له تکامل څخه په بېله بڼه تر سره کېدل، چې د لویدیځ کمیک هنر په زیات احتمال سره په اوولسمه پېړۍ کې په ایټالیا کې رامنځته شول.[۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Merriam-Webster 2009
- ↑ Lent 2001, pp. 3–4, Gravett 2004, p. 8
- ↑ Kern 2006, Ito 2005, Schodt 1986
- ↑ Gravett 2004, p. 8
- ↑ "comic book" (په انګليسي). Encyclopedia Britannica. 30 September 2022. Archived from the original on 22 May 2023. نه اخيستل شوی 22 May 2023.
- ↑ "Manga/Anime topics". mit.edu. Archived from the original on 22 June 2017. نه اخيستل شوی 22 June 2017.
- ↑ Kinsella 2000, Schodt 1996
- ↑ Mullen, Ruth (2 August 1997). "Manga, anime rooted in Japanese history". The Indianapolis Star (په انګليسي). p. 44. Archived from the original on 30 May 2018. نه اخيستل شوی 29 May 2018 – via Newspapers.com.
- ↑ "Manga Market in Japan Hits Record 612.6 Billion Yen in 2020". Anime News Network. 26 February 2021. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 14 November 2021.
- ↑ "Manga industry in Japan - statistics and facts". Statista. 11 March 2021. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 3 December 2021.
- ↑ Wong 2006, Patten 2004
- ↑ "Paperback manga has taken over the world". Polygon. 13 May 2021. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 13 November 2021.
- ↑ "Did manga shape how the world sees Japan?". BBC. 12 June 2019. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 19 November 2021.
- ↑ "Ghouls, demon slayers and socially anxious students: how manga conquered the world". The Guardian. 1 November 2022. Archived from the original on 25 July 2023. نه اخيستل شوی 30 June 2023.
- ↑ "Japan's 2022 Manga Sales Reaches The Highest in History Again". Crunchyroll. 27 February 2023. Archived from the original on 15 April 2023. نه اخيستل شوی 11 April 2023.
- ↑ "Manga Sales in Japan Reached Highest Point in History in 2022". Otaku USA Magazine. 27 February 2023. Archived from the original on 17 April 2023. نه اخيستل شوی 11 April 2023.
- ↑ "Why are manga outselling superhero comics?". Rutgers Today. 5 December 2019. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 9 November 2021.
- ↑ Schodt 1996، مم. 19–20.
- ↑ "Manga and Webtoon Publishers Are Dominating the Comics Industry". comicbook.com. 8 February 2023. Archived from the original on 11 April 2023. نه اخيستل شوی 11 April 2023.
- ↑ "Manga sales hit an all time high in North America". Icv2. 2 July 2021. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 21 October 2021.
- ↑ Grunenwald, Joe; MacDonald, Heidi (4 February 2022). "Report: Graphic novel sales were up 65% in 2021". The Beat. Archived from the original on 29 January 2023. نه اخيستل شوی 29 January 2023.
- ↑ "Today's North American manga market: The wins, the losses, and everything else". Book Riot. 13 August 2021. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 30 December 2021.
- ↑ "Manga is Booming". Publishers Weekly. 29 April 2022. Archived from the original on 24 April 2023. نه اخيستل شوی 24 April 2023.
- ↑ "Manga's Growth In Popularity Is Here To Stay, Industry Leaders Predict". Anime News Network. 13 May 2022. Archived from the original on 14 November 2022. نه اخيستل شوی 27 July 2022.
- ↑ Bouissou, Jean-Marie (2006). "JAPAN'S GROWING CULTURAL POWER: THE EXAMPLE OF MANGA IN FRANCE". Archived from the original on 17 September 2017. نه اخيستل شوی 22 June 2017.
- ↑ "The Manga Market: Eurasiam – Japanese art & communication School" (په انګليسي). Eurasiam. Archived from the original on 17 September 2017. نه اخيستل شوی 22 June 2017.
- ↑ Danica Davidson (26 January 2012). "Manga grows in the heart of Europe". Geek Out! CNN. Turner Broadcasting System, Inc. Archived from the original on 24 October 2021. نه اخيستل شوی 29 January 2012.
- ↑ "Japan: Manga to spearhead nation's economic growth". DW. 23 April 2023. Archived from the original on 30 June 2023. نه اخيستل شوی 30 June 2023.
- ↑ Nguyen, Joana (10 April 2023). "Japan's leading business lobby group says anime, manga key to economic growth". South China Morning Post. Archived from the original on 29 June 2023. نه اخيستل شوی 30 June 2023.
- ↑ "Why Are U.S. Comics Colored and Japanese Mangas Not?". Slate. 15 July 2015. Archived from the original on 23 April 2021. نه اخيستل شوی 12 May 2021.
- ↑ Katzenstein & Shiraishi 1997
- ↑ "Manga". The Concise Oxford Companion to English Literature (4th). (2013). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-960821-8.
- ↑ Gravett 2004, p. 8, Schodt 1986
- ↑ Kinsella 2000
- ↑ Kittelson 1998
- ↑ Johnston-O'Neill 2007
- ↑ Webb 2006
- ↑ Wong 2002
- ↑ Thompson 2007, p. xiii, Onoda 2009, p. 10, Prohl & Nelson 2012, p. 596, Fukushima 2013, p. 19
- ↑ "Shiji no yukikai(Japanese National Diet Library)". Archived from the original on 11 April 2022. نه اخيستل شوی 6 December 2015.
- ↑ Webb 2006,Thompson 2007, p. xvi,Onoda 2009, p. 10,Petersen 2011, p. 120
- ↑ Rousmaniere 2001, p. 54, Thompson 2007, p. xiii, Prohl & Nelson 2012, p. 596,Fukushima 2013, p. 19
- ↑ Prohl & Nelson 2012, p. 596,McCarthy 2014, p. 6
- ↑ "Santō Kyōden's picturebooks". Archived from the original on 6 January 2016. نه اخيستل شوی 6 December 2015.
- ↑ "Shiji no yukikai(Japanese National Diet Library)". Archived from the original on 11 April 2022. نه اخيستل شوی 6 December 2015.
- ↑ "Hokusai Manga (15 Vols complete)". Archived from the original on 9 April 2023. نه اخيستل شوی 17 May 2018.
- ↑ Shimizu 1985, pp. 53–54, 102–103
- ↑ Bouquillard & Marquet 2007
- ↑ "Inu Yasha Ani-MangaGraphic Novels". Animecornerstore.com. 1 November 1999. Archived from the original on 4 December 2010. نه اخيستل شوی 1 November 2010.
- ↑ Kageyama, Y. (24 September 2016). "A Short History of Japanese Manga". Widewalls.ch. Archived from the original on 28 May 2020. نه اخيستل شوی 27 July 2020.
- ↑ "MedievalManga in Midtown: The Choju-Giga at the Suntory Museum". Dai Nippom Printing Co., Ltd. Archived from the original on 21 April 2021. نه اخيستل شوی 22 December 2022.
- ↑ Bouquillard & Marquet 2007
- ↑ (Kern 2006، pp. 139–144, Fig. 3.3)
- ↑ Kern 2006
- ↑ Round, Julia (12 February 2014). Gothic in Comics and Graphic Novels by Julia Round page 24 and 25. McFarland. ISBN 978-0-7864-4980-4. Archived from the original on 6 April 2023. نه اخيستل شوی 17 March 2023.
- ↑ Mullen, Ruth (2 August 1997). "Manga, anime rooted in Japanese history". The Indianapolis Star (په انګليسي). p. 44. Archived from the original on 30 May 2018. نه اخيستل شوی 29 May 2018 – via Newspapers.com.